Language

اسلامي پراختیايي بانک له افغانستان سره د ۸،۱ میلیون ډالرو په ارزښت د مرستې تړونونه لاسلیک کړل

اټلانټا (پژواک، ۷ غبرګولی ۱۴۰۲): اسلامي پراختیايي بانک د افغانستان لپاره د بشري مرستو صندوق (AHTF) له لارې له شپږو نړۍوالو موسسو سره د همکارۍ تړونونه لاسلیک کړل.

په کابل کې د دغه بانک له خوا د غبرګولي په ۷مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږلې خبرپاڼه کې راغلي چې د ۸،۱ میلیون ډالرو دا تړونونه د دغه بانک د مشر ډاکټر محمد الجاسر په سرپرستۍ د سعودي عربستان په جده ښار کې د اسلامي پراختیایي بانک کلنۍ غونډې په څنډه کې لاسلیک شول.

سرچینې زیاته کړې، دغه تړونونه د اسلامي پراختیايي بانک د رییس ځانګړي سلاکار انجنير محمدجمال الساعاتي او د AHTF همغږي کوونکي او د پروژو پلي کوونکو موسسو له استازو سره لاسلیک شول.

په خبرپاڼه کې راغلي، په دې اړه نیول شوو مراسمو کې د اسلامي همکاریو سازمان (OIC) سکرټر جنرال، د سعودي د پاچا ملک سلمان د بشري مرستو مرکز (KSRelief) استازي، د پراختیا لپاره د سعودي وجهي صندوق (SFD) استازي، د اسلامي پرمختیايي بانک غړو هېوادونو، د پروژو تطبیق کوونکو موسسو استازو او نورو ګڼو ادارو ګډون درلود.

د اسلامي پراختیايي بانک رییس ډاکټر محمد الجاسر په دې اړه ویلي: «دا یوه تاریخي ورځ ده؛ ځکه چې موږ د افغانستان د خلکو د هوساینې لپاره مختلف تړونونه لاسلیکوو، د دغو تړونونو پر بنسټ به موږ په افغانستان کې له هغو کورنیو سره مرستې وکړو چې د ژوند د دوام لپاره د خوراک لومړني توکي، د اقلیم د بدلون او وچکالۍ له امله پاکو اوبو او لرو پرتو سیمو کې لومړنيو روغتیايي خدماتو ته لاسرسی ونه لري.»

هغه زیاته کړې، په دې مرستو کې به د مور او ماشوم روغتیا ته ځانګړې پاملرنه وشي او د مړینې کچه به يې راکمه شي، همدارنګه د افغانستان په لرو پرتو سیمو کې به د کرنې په برخه کې هم له خلکو سره لازمه همکاري وشي څو د کرنې له لارې دوی پر خپلو پښو ودریږي.

هغه ویلي: «موږ د اسلامي همکاریو له سازمانه (OIC) مننه کوو چې د افغانستان د بشري ناورین ختمولو لپاره یې له غړو هېوادونو سره ناستې ترسره او د هغوی مرستې یې راجلب کړې.»

نوموړي دغه راز پر غړو هېوادونو غږ وکړ چې له افغانستان سره خپلو بشردوستانه مرستو ته دوام ورکړي.

د همکارۍ د دغو تړونونو په اړه د اسلامي پراختیايي بانک د رییس ځانګړي سلاکار او د AHTF همغږي کوونکي انجنير محمدجمال الساعاتي ويلي: «زموږ اصلي موخه د افغانستان خلکو ته د بشري مرستو رسول دي، موږ له OIC مننه کوو چې له غړو هېوادونو  د مرستې جلبولو او هڅولو برنامې یې ترسره کړې څو اړمنو خلکو ته اړینې بشري مرستې ورسوي.»

د پروژو پلي کوونکو شریکانو د AHTF له دې همکارۍ او مرستې مننه وکړه او زیاته یې کړه چې د یادو پروژو له لارې به په افغانستان کې د روان بشري بحران له متضررو او اړمنو خلکو سره لازمې مرستې وشي.

د اسلامي پراختیایي بانک د معلوماتو له مخې، دا تړونونه د روغتیا نړۍوال سازمان، د مهاجرت له نړۍوالې ادارې، یونیسف، ډاکار او اغاخان بنسټ سره لاسلیک شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، له افغانستان سره د بشري مرستې صندوق هڅه کوي چې په افغانستان کې د پرمختګ اساسي برخې په نښه کړي؛ لکه د خوړو خوندیتوب، د محلي کاري فرصتونو رامنځته کولو لپاره د کوچنیو او متوسطه متشبثینو ملاتړ، باکیفیته زده‌کړو ته لاسرسی او په ځانګړې توګه ښځو ته د مناسبو زده‌کړو فرصتونه برابرول، ښځو او ځوانانو ته کاري زمینې برابرول او په لرو پرتو ټولنو او سیمو کې د روغتیا اسانتیاوې برابرول په کې شامل دي.

له افغانستان سره د بشري مرستو صندوق (AHTF) د ۲۰۲۱ میلادي کال د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د ۱۷مې غیر معمولي غونډې په ترڅ کې چې د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌اباد کې رابلل شوې وه، د افغانستان د بشري بحران د له منځه وړو په موخه جوړ شو او د تطبیق او ادارې چارې یې د اسلامي پراختیايي بانک (IsDB) پر غاړه دي.

Related Topics