کندهار (پژواک، ۷ غبرګولی ۱۴۰۲) د کندهار عینو مېنې په ۳۵۰ بستریز روغتون کې د لومړي ځل لپاره د ۴۰ میلیون افغانیو په ارزښت د اېم ار ای ماشین فعال شو.
په دې اړه نیول شوو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي محمداسحق صاحبزاده وویل: «پر اېم ار ای ماشین ۴۰ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی او ترڅنګ یې د پنځه میلیون افغانیو په لګښت د ایکسرې پرمختللی ماشین هم راوړل شوی.»
د هغه په وینا، د دغو دواړو ماشینونو لګښت د عامې روغتیا وزارت له بودجې ورکول شوی او هڅه کېږي چې په روغتیايي برخه کې نورې اسانتیاوې هم رامنځته کړي.
هغه زیاته کړه: «دا اول ځل دی چې په دولتي شفاخانو کې اېم ار ای ماشین فعالېږي، د اېم ار ای سره به زموږ هغه مریضان چې یا خارج ته تلل یا دلته خصوصي شفاخانو ته تلل، ډېرې پيسې به یې مصرفولې، هغه به اوس له دغو درنو لګښتونو خلاص وي.»
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP