کندهار (پژواک، ۷ غبرګولی ۱۴۰۲) د کندهار عینو مېنې په ۳۵۰ بستریز روغتون کې د لومړي ځل لپاره د ۴۰ میلیون افغانیو په ارزښت د اېم ار ای ماشین فعال شو.
په دې اړه نیول شوو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي محمداسحق صاحبزاده وویل: «پر اېم ار ای ماشین ۴۰ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی او ترڅنګ یې د پنځه میلیون افغانیو په لګښت د ایکسرې پرمختللی ماشین هم راوړل شوی.»
د هغه په وینا، د دغو دواړو ماشینونو لګښت د عامې روغتیا وزارت له بودجې ورکول شوی او هڅه کېږي چې په روغتیايي برخه کې نورې اسانتیاوې هم رامنځته کړي.
هغه زیاته کړه: «دا اول ځل دی چې په دولتي شفاخانو کې اېم ار ای ماشین فعالېږي، د اېم ار ای سره به زموږ هغه مریضان چې یا خارج ته تلل یا دلته خصوصي شفاخانو ته تلل، ډېرې پيسې به یې مصرفولې، هغه به اوس له دغو درنو لګښتونو خلاص وي.»
هغه پر ډاکټرانو غږ وکړ چې له دې امکاناتو په ښه ډول د هېوادوالو درملنې په موخه ګټه واخلي او صادقانه خدمت وکړي.
د کندهار مرستیال والي مولوي حیات الله مبارک هم دا یو ښه او ګټور ګام وباله او په روغتیايي برخه کې یې د ډاکټرانو خدمتونه د ډېرې ستایني وړ وبلل.
هغه زیاته کړه، ټولنه ډاکټرانو ته اړتیا لري او دوی هڅه کوي چې بهر ته تللي ډاکټران بېرته هېواد ته راستانه شي او دلته خپلو خلکو ته خدمت وکړي.
ډاکټران وايي، اېم ار ای هغه پرمختللی ماشین دی چې د انسان د بدن د ټولو غړو عکسونه اخلي او روغتیايي ستونزې یې مشخصوي چې له دې سره به د ډېری ناروغانو تشخیص او تداوي په ښه ډول ترسره شي.
یو ډاکټر فضل الاهي خاکسار په دې اړه وایي: «دا ماشین خو به یو د ناروغانو په تشخیص کې ګټور تمام شي او بل هغه پیسې چې خلکو به په خصوصي روغتونونو یا بهر کې د اېم ار ای پر عکسونو ورکولې، هغه به اوس له خلکو نه مصرفېږي.»
د عینو مېنې ۳۵۰ بستریز روغتون ته مراجعه کوونکي هم وایي، خوښ دي چې په دغه روغتون کې پرمختللي ماشینونوه فعالېږي او دوی له ډېرو لګښتونو ژغوري.
د یوه ناروغ پایواز مولاداد چې له اروزګانه راغلی وايي: «هر کس دومره پیسې نه لري چې د اېم ار ای عکسونو لپاره یې خصوصي روغتون ته ورکړي نو دلته فعالېدل یې ډېر ښه کار شوی دی.»
د کندهار عینو مېنې ۳۵۰ بستریز روغتون چې د کندهار په کچه دویم لوی دولتي روغتون دی، د کندهار ترڅنګ له نورو ولایتونو هم ناروغان ورته راځي.
خو د کندهار خلک غوښته کوي چې د کندهار مرویس حوزوي روغتون ته هم باید پاملرنه زیاته شي؛ ځکه دغه روغتون ته د جنوبي حوزې ترڅنګ له ډېرو نورو ولایتونو هم ناروغان وروستل کیږي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










