کابل (پژواک، ۷غبرګولی ۱۴۰۲): د افغانستان له ۲۰ کلنو کمعمره فوټبال ملي لوبډلې د مرکزي اسیا اتلولۍ سیالیو په لړ کې خپله وروستۍ او څلورمه لوبه ازبکستان ته وبایلله.
د مرکزي اسیا فوټبال سیالۍ د روانې مې میاشتې په ۱۹مه په تاجکستان کې پیل شوې وې او نن پای ته ورسېدې.
په دې سیالیو کې د افغانستان په ګډون د پنځو هېوادونو ازبکستان، ایران، تاجکستان او ترکمنستان لوبډلو برخه اخیستې وه.
د افغانستان فوټبال فدراسیون معلوماتو له مخې، نن په وروستۍ لوبه کې ازبکستان افغانستان ته څلور پر صفر ګولونو ماتې ورکړه.
دغهراز افغانستان په دغو سیالیو کې څلور لوبې ترسره کړې چې په لومړۍ کې یې ترکمنستان ته ماتې ورکړه، دویمه لوبه یې له تاجکستان سره مساوي شوه خو وروستۍ دوه لوبې یې ایران او ازبکستان ته وبایللې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP