اسعداباد (پژواک، ۷ غبرګولی ۱۴۰۲): د کونړ د پوهنې رياست وايي، د دغه ولايت په چپې درې ولسوالۍ کې نامعلومو کسانو د يوه لومړني ښوونځي خېمې او له لرګيو جوړې څپرې سوځولې دي.
دغه پېښه د تېرې جمعې په شپه رامنځته شوې او چارواکي وايي، په اړه يې پلټنې پيل کړې دي.
يو ځايي اوسېدونکي عنايتالله پژواک ته وويل، د چپې درې ولسوالۍ د چمبړوک لومړنی ښوونځی چې خېمې او څپرې يې د ځايي خلکو له خوا اخيستل شوې وې، د جمعې په شپه د نامعلومو کسانو له خوا سوځول شوي دي.
دی وايي، په دې لرې پرته سيمه کې دا يوازېنى فعال ښوونځى دی.
بلخوا د کونړ د پوهنې رييس محبالله حيدري پژواک ته د دغه خبر د تاييد ترڅنګ وويل چې د دې پېښې په اړه پلټنې روانې دي.
هغه پژواک ته وويل: «سيمې ته د چپې درې د پوهنې مديريت تفتيش، د ولسوالۍ د استخباراتو مسوولين او نور مجاهدین ورغلي او پلټنې کوي چې دغه کار چا او ولې کړی دی.»
دی وايي، د سيمې هوا د ورځې له خوا ښه وي، پرته له خېمو هم ګوزاره کېږي خو بيا هم دوی ګوري که اړتيا وه د مرستندويه ادارو پر مټ به نورې خېمې ورته برابرې کړي.
Views: 98
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن