Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

هرات کې د سوالګرو ورځ تر بلې ډېرېدل؛ خلک وايي، د مستحقو بې‌وزلو ملاتړ دې وشي

هرات (پژواک، ۶ غبرګولی ۱۴۰۲): د هرات ښار پر سړکونو د ګڼې‌ګوڼې ترڅنګ، سوالګر خپل د ستړي، بېچاره‌ګۍ او بېوسۍ ژوند نندارې ته وړاندې کوي او د لارویانو پام ځان ته ور اړوي څو هغوی ورسره د خیرات او زکات په نوم یو څه پیسې مرسته وکړي.

یو شمېر یادو سوالګرو د پژواک خبري اژانس له خبریال سره په خبرو کې وویل چې د بېکارۍ او د کورنۍ  سرپرست نشتوالي له امله یې سوال کولو ته مخه کړې ده.

۶۳ کلنه رقیه چې په ښار کې سوالګره ده وایي، خپله ناروغه ده او سوال کولو ته مخه کول ساده کار نه دی خو د ژوند مجبوریتونو او د سرپرست نشتوالي هغه مجبوره کړې څو په ښار کې هره ورځ سوال وکړي.

هغې زیاته کړه، تر اوسه هیڅ یوې سروې ته یې نوملیکنه نه ده شوې او د ادارو یا دولتي او خصوصي بنسټونو له لوري ورسره د خوراکي او غیرخوراکي توکو مرسته نه ده شوې؛ ځکه د هغې په وینا، اوس یې یوه سترګه هم کار نه کوی او د کور سرپرست هم نه لري.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.