هرات (پژواک، ۶ غبرګولی ۱۴۰۲): د هرات ښار پر سړکونو د ګڼېګوڼې ترڅنګ، سوالګر خپل د ستړي، بېچارهګۍ او بېوسۍ ژوند نندارې ته وړاندې کوي او د لارویانو پام ځان ته ور اړوي څو هغوی ورسره د خیرات او زکات په نوم یو څه پیسې مرسته وکړي.
یو شمېر یادو سوالګرو د پژواک خبري اژانس له خبریال سره په خبرو کې وویل چې د بېکارۍ او د کورنۍ سرپرست نشتوالي له امله یې سوال کولو ته مخه کړې ده.
۶۳ کلنه رقیه چې په ښار کې سوالګره ده وایي، خپله ناروغه ده او سوال کولو ته مخه کول ساده کار نه دی خو د ژوند مجبوریتونو او د سرپرست نشتوالي هغه مجبوره کړې څو په ښار کې هره ورځ سوال وکړي.
هغې زیاته کړه، تر اوسه هیڅ یوې سروې ته یې نوملیکنه نه ده شوې او د ادارو یا دولتي او خصوصي بنسټونو له لوري ورسره د خوراکي او غیرخوراکي توکو مرسته نه ده شوې؛ ځکه د هغې په وینا، اوس یې یوه سترګه هم کار نه کوی او د کور سرپرست هم نه لري.
یوې بلې سوالگرې ماهجبین له پژواک سره په خبرو کې وویل: « خاوند مې ۱۵ کاله وړاندې له لاسه ورکړی او یوازېنی زوی مې هم له دوو کلونو راهیسې په نشهیې توکو روږدې شوی او کور یې پرېیښي دی؛ د کور مصارف زه خپله د سوال کولو او خیرات ټولولو له لارې پیدا کوم، د زوی د مېرمن او دوو لمسيانو سرپرستي مې هم پر غاړه ده.»
بلپلو، د هرات ځیني اوسېدونکي د بېوزلو پر لاسنیوی او له هغوی سره پر مرستې ټینګار کوي او وایي، په داسې شرایطو کې چې ډېر خلک له بېوزلۍ او بېوسۍ سره مخ دي، حکومت او مرستندوی بنسټونه باید د بېوزلو لومړیتوب په پام کې نیولو سره له اړمنو کورنیو سره مرسته وکړي.
د هرات ښار یو اوسېدونکی عبدالقدیر وایي، حکومت باید له ښاره سوالګر ټول کړي او له هغو کسانو سره چې د مرستو وړ دي، باید مرسته وشي، نه له هغو کسانو سره چې د مرستو وړ نه دي.
د یاد ولایت یو بل اوسیدونکی روحالله پر دې باور دی، د هغو کسانو ترمنځ چې خیرات ټولوي، داسې کسان شته چې خیرات ټولول د هغوی ورځنی کار ګرځېدلی او د ژوند د ښه وضعیت په درلودو سربېره بیا هم سوال کولو ته مخ کوي.
هغه هم له حکومته غواړي چې د بېوزلو د ملاتړ ترڅنګ باید فرصت طلب او هغه کسان چې د ښار د بې نظمۍ لامل شوي هم وپېژندل شي او قانوني چلند ورسره وشي.
په ورته وخت کې د هرات د سرې میاشتې رییس مولوي فضلالرحمن فیاضي په ټولنه کې د بېوزلو د ستونزو په منلو او د خیرات ټولولو په مطالعې سره پژواک ته وویل، په هېواد کې دوه ډوله حرفوي او رښتیني سوالګر شته چې له دې ډلې تر اوسه په هرات ولایت کې ۲۵۰ کسان مستحق سوالګر پېژندل شوي او ثبت شوي دي.
د هغه په وینا، ولایت د ادارې په ملاتړ د مستحقو سوالګرو د تثبیت پروسه پیل شوې او ډېر ژر به هغه کسان چې اړتیا نه لري او یاده حرفه یې خپل کار ګرځولې، له ښاره ټول شي.
د ویلو ده، د خلکو اقتصادي حالت په خرابېدو سره د هېواد په ډېرو سیمو کې د سوالګرو شمېر مخ په ډیرېدو دی او دا په داسې حال کې ده چې د سرې میاشتې مسوولینو څه موده مخکې ویلي وو چې په هرات ښار کې په اوسط ډول له هرو ۱۰۰ سوالګرو یوازې ۱۵ یې مستحق دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.









