تالقان (پژواک، ۸ غبرګولی ۱۴۰۲): د تخار امنیتي مسوولین په دغه ولایت کې د کوکنارو له کښته د ۷۵۰۰ جریب ځمکې پاکولو خبر ورکوي او وايي، حکومت د دغو ویجاړو شوو کښتونو له مالکانو سره د بدیل کښت په برخه کې مرسته کوي.
د تخار امنیې قوماندانۍ له نشهيي توکو سره د مبارزې مدیر مولوي عبدالبصیر نن (دوشنبه) په یوه خبري ناسته کې وویل، په تېره یوه میاشت کې یې د ګومارل شوي پلاوي او له نشهيي توکو سره د مبارزې پولیسو په مرسته فرخار، کلفګان او رستاق ولسوالیو کې ۷۵۰۰ جریب ځمکه له کوکنارو پاکه کړې او دغه لړۍ لا هم دوام لري.
د هغه په خبره، حکومت په پام کې لري څو له هغو بزګرانو سره چې کښتونه یې لهمنځه وړل شوي، د کېمیاوي سرې، مېوهلرونکو ونو، زعفرانو او انجې تخمونو مرسته وکړي.
بلخوا، د تخار امنیتي مسوولین په تېره یوه میاشت کې د جنایي جرمونو په تړاو د لسګونه کسانو د نیولو خبر ورکوي.
د تخار امنیه قوماندان مولوي نصرالله حذیفه په دې ناسته کې وویل، د دې ترڅنګ چې امنیتي مسوولین شپه او ورځ د خلکو د امنیت ټينګښت هڅه کوي، په تېره یوه میاشت کې یې د بېلابېلو جنایي جرمونو په تړاو ۱۱۰ کسان هم نیولي دي.
حذیفه د جنايي جرمونو مخنیوي لپاره د تخار له اوسېدونکو د امنیتي ځواکونو د ملاتړ غوښتنه وکړه.
په ورته مهال، د تخار ځیني اوسېدونکي که څههم د امنیت له ټینګښته خوښ ښکاري خو وايي چې د اسلامي امارت ځواکونه ډېری مهال په ښار کې له یونیفورم پرته تګراتګ کوي چې باید مخنیوی یې وشي.
د تخار اوسېدونکی عبدالسمیع خاوري وايي: «امنیت ښه دی، حکومت ښې لاستهراوړنې لري، خو حکومتي ځواکونه ډېری مهال له یونیفورم پرته او په غیررسمي وخت کې هم له ځان سره وسله ګرځوي چې خلک یې په پېژندلو کې له ستونزې سره مخ دي، له مسوولینو غواړو چې ټولو ځواکونو ته ځانګړی یونیفورم ووېشي.»
د تخار ولایت امنیې قوماندانۍ په یاده ناسته کې ډاډ ورکړ چې پر ځانګړي یونیفورم ډ ټولو ځواکونو سمبالولو هڅې روانې دي.
Views: 40
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن