[restrict paid="true"]
اټلانټا (پژواک، ۹ غبرګولی ۱۴۰۲): د راپورونو له مخې، په کوسوو کې د ناټو په مشرۍ د سولهساتو ځواکونو ۲۵ سرتېري له صربيانو سره په نښتو کې ټپیان شوي دي.
د ناټو په مشرۍ د سولهساتو ځواکونو (کې اېف او ار) له خوا د غبرګولي په ۸مه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دا نښتې وروسته له هغه پیل شوې چې صربیانو غوښتل د کوسوو په شمال کې د ښاروالیو پر دفترونو بریدونه وکړي.
د یادونې ده، تېره اونۍ د کوسوو په شمال کې د ښاروالۍ په ټاکنو کې البانیایينسله وګړي بریالي شوي، خو صربیان یې مخالفت کوي.
ځایي سرچینو ویلي، صربیانو د دوشنبې په سهار په زویکان سیمه کې غوښتل د ځایي ښاروالیو پر دفترونو قبضه وکړي خو د پولیسو او د ناټو سولهساټي ځواکونو له خوا یې مخه ونیول شوه.
سرچینو ویلي، په رامنځته شوو نښتو کې د ناټو د سولهساتي ځواک ۲۵ سرتېري او یو شمېر پولیس ټپیان شوي دي.
کوسوو په ۲۰۰۸ زېږدیز کال کې له بلغراد څخه خپلواکي واخیسته، خو صربیا یې له خپلواکۍ سره مخالفت کوي او هلته اوس هم نژادي نښتې کېږي، بلخوا په ګاونډ کې د صربیا حکومت خپل پوځیان د تیارسئ حالت کې ساتلي او سرحدونه یې خوندي کړي دي.
یادونه: په دغه خبر کې د ډیوه راډیو له راپوره استفاده شوې ده.
[/restrict]
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن