ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل ښار د دولتي ښوونځیو یو شمېر ښوونکي د معاش لوړېدو غوښتنه کوي

د کابل ښار د دولتي ښوونځیو یو شمېر ښوونکي د معاش لوړېدو غوښتنه کوي

author avatar
30 May 2023 - 17:48
د کابل ښار د دولتي ښوونځیو یو شمېر ښوونکي د معاش لوړېدو غوښتنه کوي
GETTY IMAGES
author avatar
30 May 2023 - 17:48

کابل (پژواک، ۹ غبرګولى ۱۴۰۲): په کابل ښار کې د دولتي ښوونځیو یو شمېر ښوونکي وايي، اوسنيو شرایطو ته په پام سره دوی ته ټاکلې تنخوا بسنه نه کوي او سرپرست حکومت باید د تنخواګانو لوړولو برخه کې اقدام وکړي.

دغه ښوونکي وايي، که څه هم مخکېنیو حکومتونو څو ځله ورسره د معاش لوړېدو ژمنه کړې وه، خو دغه چاره تر اوسه نه ده عملي شوې.

پژواک خبري اژانس د روان کال د غبرګولي میاشتې په لومړۍ نېټه «د خلکو غږ» پروګرام پيل کړ او له  دې لارې غواړي چې د خلکو ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه چارواکو ته ورسوي.

له سلګونو غوښتنو او وړاندیزونو چې خلکو پژواک ته استولي، یو یې د دولتي ښوونځيو د ښوونکو د معاشونو لوړېدو په اړه و چې پژواک یې په اړه راپور چمتو کړی دی.

د کابل ښار یوه ښوونکې نتاشه افضلي په دې اړه وايي، د میاشتې اووه زره افغانۍ معاش اخلي او دا اندازه معاش ان د کور کرایې، د برېښنا او اوبو بل لپاره هم بسنه نه کوي.

نوموړې زیاته کړه: «دا چې کور کرایي دی او خاوند مې هم وزګار دی، دغه معاش ان د کور کرایې او د برېښنا او اوبو بل لپاره هم کافي نه دي.»

افضلي زیاته کړه: «زموږ غوښتنه دا ده چې د ښوونکو وضعیت ته پاملرنه وشي، د ښوونځیو دروازې پرانیستل شي، له شپږم پورته ټولګيو خلاصېدو او معاشونو برخه کې پاملرنه وکړي څو ښوونکي وکولی شي چې لږ تر لږه د خپلو اقتصادي ستونزه یوه برخه په معاش سره حل کړي.»

نوموړې څرګندوي چې تېر حکومت څو ځله د معاش زیاتېدو ژمنه ورسره کړې وه، خو تر اوسه عملي شوې نه ده.

د کابل ښار د «چهل دختران» لېسې يوه ښوونکې مجيبه سروري وايي، اوسنيو اقتصادي شرايطو ته په کتو هغه معاش چې ترلاسه کوي، بسنه نه کوي.

د هغې په وینا، د خوراکي توکو بیې لوړې دي او په دغه معاش نه شي کولی چې د خپلو کورنیو اړتیاوې پوره کړي.

هغې یادونه وکړه چې د مياشتې نهه زره افغانۍ معاش اخلي او دغه معاش د دوى د زده‌کړو درجې پر اساس ورکول کېږي.

سروري له سرپرست حکومته غواړي څو د یونیفورم او جامو رنګ مسایلو ترڅنګ، د ښوونکو د معاش او پر وخت ورکولو لپاره هم هڅې وکړي.

بل‌پلو، یوه ښوونکي چې نه غواړي نوم یې په راپور کې یاد شي پژواک ته وویل، د لیسانس تر کچې یې زده‌کړې کړې او د میاشتي اته زره او ۵۰۰ افغانۍ معاش اخلي.

هغه غوښتنه کوي چې د پوهنتون له استادانو سره یې معاشونه یو ډول شي.

د هغه په وینا، د ښوونکو د کموالي له امله یې درسي ساعتونه په اونۍ کې له ۲۸ څخه ۳۶ ساعتونو ته ډېر شوي دي.

همداراز د کابل ښار په سرکوتل سیمه کې د یوه ښوونځي ښوونکې نادیه رووفي پژواک ته وايي چې کم معاش یې په ژوند کې د ډېرو ستونزو لامل شوی دی.

هغې په اونۍ کې د خپلو درسي ساعتونو په اړه وویل، په هر ښوونځي کې د ښوونکو شمېر ته په کتو درسي ساعتونه توپیر لري.

د نوموړې په وینا، د معاش کچه د زده‌کړو درجې او د خدمت معیاد ته په کتو توپیر کوي او د حکومت له لوري باید په لوړولو کې یې اقدام وشي.

د پوهنې وزارت په دې اړه د پژواک پوښتنو ته ځواب ورنکړ.

خو د مالیې وزارت ویاند احمدولي حقمل پژواک خبري اژانس ته وویل چې د معاشاتو او تشکیلاتو تنظیم په نوم یو کمېسیون د ریاست الوزرا د اداري مرستیال په مشرۍ یو کمېسیون فعالیت لري.

د هغه په وینا، په یاد کمېسیون کې د وزارتونو او ادارو استازي شامل دي چې د معاشونو ډېرولو، کمولو، د تشکیلاتو ډېرېدلو او کمېدلو برخو کې پرېکړه کوي.

هغه زیاتوي، که د معاشونو د ډېرېدو موضوع مطرح شي نو په کمېسیون کې به پرې بحث وشي.

په ورته مهال، د پوهنې برخې یو فعاله سوریا یوسفي وایي، ښوونکي د یوې ټولنې اساسي قشر جوړوي، خو دغه قشر په افغانستان کې د دولت یو له کم معاش لرونکو خلکو څخه شمېرل کېږي.

هغې زیاته کړه چې د معاش کموالی، د درسي ساعتونو ډېروالی او د ښوونکو نه ترفیع په ښوونکو کې یو ډول خپګان رامنځته کړی چې دا چاره د تدریس پر کیفیت منفي اغېز لرلی شي.

یوسفي هیله لري څو د حکومت له لوري د ښوونکو د معاشونو لوړولو ته پاملرنه وشي او هغوی له مالي او معیشتي اندېښنو وژغوري.

دا په داسې حال کې ده چې د لوړو زده‌کړو وزارت د روان کال د وري په ۲۱مه اعلان وکړ چې د پوهنتون د استادانو معاشونه د علمي رتبو په پام کې نیولو سره له ۳۶ تر ۵۴ سلنې لوړ شوي دي.

Views: 93

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.