ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دایکنډي کې د ۵۸ روغتیايي ځالو بیارغونې کار پیل شو

دایکنډي کې د ۵۸ روغتیايي ځالو بیارغونې کار پیل شو

author avatar
30 May 2023 - 16:27
دایکنډي کې د ۵۸ روغتیايي ځالو بیارغونې کار پیل شو
author avatar
30 May 2023 - 16:27

نیلي (پژواک، ۹ غبرګولی ۱۴۰۲): په دایکنډي کې د ۵۸ کورنیو روغتیايي ځالو بیارغونې چارې نن د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق د ۲۰ میلیون افغانیو په مرسته پیل شوې.

دغه پروژه د ښه ژوند خوځښت (MOVE) موسسې له لوري په دغه ولایت کې پلې کېږي.

د ښه ژوند خوځښت موسسې عمومي مسوول انجنیر غلام‌نبي فضلي د دې پروژې پرانیستې په مراسمو کې وویل، د دغو روغتیايي ځالو لګښت شاوخوا ۲۰ میلیون افغانی دی چې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق له لوري ورکول کېږي.

هغه وویل چې د دې پروژې تړون له اتو شرکتونو سره شوی چې په معیاري ډول ترمیمېږي.

هغه زیاته کړه، دغه ځالې د دغه ولایت په ۹ لرو ولسوالیو کې خلکو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي.

هغه زیاته کړه چې کورنیو روغتیايي ځالو له ۲۰۱۲ کال راهیسې په دایکنډي کې فعالیت پیل کړی و چې ودانۍ یې اوس بیارغونې ته جدي اړتیا لري څو په سمه توګه ترمیم شي.

نوموړي یادونه وکړه چې دغه روغتیايي ځالې د ماشوم او مور روغتیا برخه کې خدمات وړاندې کوي او په هر مرکز کې د یوې قابلې، نرسې، ساتونکي او صفاکار په ګډون څلور حضور لري.

دغه راز هغه زیاته کړه چې دوی د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د لا زیاتو روغتیايي خدماتو وړاندې کولو لپاره هڅې کوي.

په ورته مهال، د دایکنډي ولایت مقام د دفتر رییس د دې پروژې له قراردادي شرکتونو وغوښتل چې د دغو روغتیايي مرکزونو کارونو له قرارداد سره سم ترسره کړي.

هغه ټینګار وکړ چې قراردادي شرکتونه هم مسوولیت لري چې د روغتیايي ځالو بیارغونې کارونه په سم ډول ترسره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د دایکنډي خلک تل د روغتیايي مرکزونو لرې‌والي له امله شکایت او په لرو سیمو کې د روغتیايي مرکزونو جوړېدو غوښتنه کوي.

Views: 20

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.