ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بامیان کې د ۱۲ قلمه تاریخي اثارو د قاچاق مخنیوی شوی

بامیان کې د ۱۲ قلمه تاریخي اثارو د قاچاق مخنیوی شوی

author avatar
31 May 2023 - 03:50
بامیان کې د ۱۲ قلمه تاریخي اثارو د قاچاق مخنیوی شوی
author avatar
31 May 2023 - 03:50

[restrict paid=”true”]

کابل (پژواک، ۹ غبرګولی ۱۴۰۲): امنیتي سرچینې وايي چې د بامیان ولایت په هوايي ډګر کې بهر ته د ۱۲ قلمه تاریخي اثارو د قاچاق مخنیوی شوی دی.

د باختر اژانس د خبر له مخې، یاد شمېر اثار د تېر کال له لېندۍ میاشتې راهیسې د امنیتي ځواکونو له لوري له بهرنیو وګړو نیول شوي چې غوښتل يې بهر ته يې په قاچاقي ډول ولېږدوي.

سرچینې زیاته کړې، په یادو لرغونو اثارو کې خټین لوښي، قیمتي ډبرې او اوسپنیزه حکاکي شوې لوحه او یو شمېر نور توکي شامل دي.

د دغه ولایت امینتي مسوولینو دغه راز له بهرنیو وګړو د بودا مجسمو خاوره او تيږې چې شمېر يې نږدې ۱۰ کیلوګرام ته رسېږي، ترلاسه کړي او د قاچاق مخه يې نیولې ده.

په ورته وخت کې د بامیان د اطلاعاتو او کلتور ریاست د کلتور او هنر امر رحمت‌الله رحماني وویل چې نیول شوي  تاریخي اثار د وزارت د لارښوونې پر بنسټ دوی ته تسلیم شوي دي.

رحماني د دغو اثارو نیول کېدو په تړاو د امنیتي پرسونل هڅې وستایلې او زیاته یې کړه چې خلک دې د دې ملي شتمنۍ په خوندي ساتلو کې له حکومت سره همکارۍ ته دوام ورکړي.

د یادونې وړ ده، امنیتي او کشفي ارګانونو له دې مخکې بهر ته د لسګونه تاریخي اثارو د قاچاق مخنیوی کړی و.

[/restrict]

Views: 212

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.