پل علم (پژواک، ۱۰ غبرګولى ۱۴۰۲): د لوګر په مرکز پل علم، محمداغې او برهکي برک ولسوالیو کې د اته سوه زره امریکايي ډالرو په ارزښت د ۴۳ پروژو چارې پيل شوې.
د لوګر ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست مطبوعاتي مسوول شاهدالله همراز پژواک خبري اژانس ته وویل، د کرنې اړوند دغه ۴۳ پروژې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې/FAO له لوري د یوه کال په موده کې د شاوخوا ۸۰۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت پلې کېږي.
همراز زیاته کړه، په یادو پروژو کې د اوبو بندونه، کارېزونه، کانالونه او پلچکونو په اساسي توګه جوړېږي او يا هم بيارغول کېږي.
هغه وایي، په یادو پروژو کې به د لوګر ولایت شاوخوا ۸ زره وزګارو کسانو ته د یوه کال لپاره د کار کولو زمینه هم برابره شي.
بل لورته، د لوګر اوسېدونکي هم د دغو پروژو پلې کېدو ته خوښ دي.
د محمداغې ولسوالۍ یوه قومي مشر حاجي محمدرسول پژواک ته وویل، خوښ دى چې د کرنې او مالدارۍ ریاست له لوري د يو شمېر پروژو چارې پيل شوې.
نوموړی وایي، د یادو پروژو په پلې کېدو سره به په محمداغې ولسوالۍ کې د کرنې لپاره د اوبو کمښت او د ځوانانو د وزګارتیا ستونزې هواري شي.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان/FAO له لوري د لوګر په ځینو نورو سيمو کې هم د یو شمېر پروژو چارې روانې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP