Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

راشد خان د سریلانکا پر وړاندې لومړیو دوو سیالیو کې نه لوبېږي

[restrict paid=”true”]

کابل (پژواک، ۱۰ غبرګولی ۱۴۰۲): د افغانستان کرکټ بورډ وایي، ملي لوبغاړی راشد خان د ملا د درد له امله د سریلانکا پر وړاندې د کرکټ په لومړیو دوو یو ورځنیو نړۍوالو لوبو کې نه لوبېږي.

د کرکټ بورډ له خوا د غبرګولي په ۱۰مه، یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې راشد خان نن د تمریناتو پر مهال د ملا په برخه کې درد محسوس کړی دی.

سرچینې زیاته کړې، د ډاکټر له معایناتو وروسته نوموړي ته د یوې اونۍ ارام سپارښتنه شوې ده.

د لوبډلې د ډاکټر او فیزیو په وینا، راشد خان به په یاده موده کې تر بشپړې درملنې لاندې وي او هیله شته چې د سریلانکا پر وړاندې وروستۍ یو ورځنۍ لوبه کې له لوبډلې سره یوځای شي.

د یادونې ده، راشد خان د هندوستان په سوداګریزو کرکټ سیالیو (اي‌پي‌اېل) کې تر دوو میاشتو لوبېدلو وروسته په سریلانکا له لوبډلې سره یو ځای شوی دی.

هغه په هندوستان کې له ګجرات لوبډلې سره ۱۸ شل اووریزې لوبې وکړې او په ټولیزه توګه یې ۲۷ لوبغاړي وسوځول.

[/restrict]

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.