Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ندیم: د اسلامي امارت د ګومارنو معیار تقوا، دینداري او اهلیت دی نه قومیت
آرشیف

کابل (پژواک، ۱۲ غبرګولی ۱۴۰۲): د لوړو زده‌‎کړو سرپرست وزیر ویلي چې کار اهل کار ته سپاري او په ګومارنو کې د اړیکو او خپلوۍ پر ځای وړتیا یا اهلیت ته ترجیح ورکوي.

د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست ندامحمد ندیم په یوه تصویري ویډیو کې وایي: «کار د کار اهل ته سپارو او د خپلوۍ پر ځای اهلیت ته ترجیح ورکوو.»

هغه زیاته کړې، د اسلامي امارت پالیسۍ له مخې، د ګومارنو یوازېنۍ او تر ټولو ښه معیار تقوا، دینداري او وړتیا ده نه خپلوي.

ندیم دغه راز ویلي: «هزار خویش که بیگانه از خدا باشد، فدای یک تن بیگانه که آشنا باشد؛ دا زموږ لار او زموږ تګلاره ده.»

نوموړي څرګنده کړه، که څوک په نظام کې ځان ته تشکیل جوړوي او خپل ورور یا خپلوان تشکلیاتو ته راولي، د امارت په پالیسۍ کې نشته او اسلامي امارت یې نه تاییدوي، بلکې اسلامي امارت وړتیا ته ترجیح ورکوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.