ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېره اونۍ په افغانستان کې ۱۵ کسان وژل شوي او یو شمېر ټپیان وو

تېره اونۍ په افغانستان کې ۱۵ کسان وژل شوي او یو شمېر ټپیان وو

کابل (پژواک، ۱۲ غبرګولی ۱۴۰۲): تېره اونۍ د م م استازې له امیرخان متقي سره د ښکېلتيا پر لارنقشې خبرې وکړې، د منځنۍ اسیا او اروپایي ټولنې سرمشریزې په افغانستان کې د ښځو حقونو پر خوندیتوب ټینګار وکړ او ذبیح‌الله مجاهد وویل چې د ښځو حقونو او زده‌کړو په اړه ګامونه اخیستل کېږي.

د تېرې اونۍ مهم خبرونه

  • مولوي امیرخان متقي د م م سرمنشي له استازې سره د راتلونکي لپاره د ښکېلتيا پر لارنقشې خبرې کړې دي.
  • د منځنۍ اسیا او اروپایي ټولنې سرمشریزې په افغانستان کې د ټولګډون حکومت پر جوړېدو او د ښځو حقونو پر خوندیتوب ټینګار وکړ.
  • مجاهد: حکومت ټولګډون دی، کورني مسایل دې افغانانو ته پرېښودل شي او د ښځو حقونو او زده‌کړو په اړه هم ګامونه اخیستل کېږي.
  • نظاماني: پاکستان تل له اسلامي امارت سره د تعامل په اړه له نړۍ سره خپل مثبت نظر شریک کړی.
  • کابل له تهران سره د اوبو موضوع د حل لپاره پر دوه اړخیز تفاهم ټینګار کوي.
  • ایران: له کابل سره د هلمند اوبو په اړه خبرې بریالۍ روانې دي، تمه ده ښې پایلې به ولري.
  • نړۍوال بانک وایي، د افغانستان په اقتصادي وضعیت کې مثبت بدلون راغلی.
  • اسلامي پراختیايي بانک له افغانستان سره د اته عشاریه یو میلیون ډالرو په ارزښت د مرستې تړونونه لاسلیک کړل.
  • یواېن‌اېچ‌سي‌ار: د افغانانو، په ځانګړي ډول بې‌ځایه شوو او بېرته راستنېدونکو ملاتړ ته دوام ورکوو.

مرګ‌ژوبله

تېره اونۍ د هېواد په کچه بېلابېلو پېښو کې ۱۵ کسان وژل شوي او تر ۱۱ ډېر ټپیان دي.

چارواکي وايي، امنيتي ځواکونو په ننګرهار کې د «داعش» يو قوماندان او يو ملګری وژلي او په کابل کې د امنیتي کسانو او وسله‌والو غلو ترمنځ نښته کې یو غل وژل شوی دی.

راپورونه ښيي، ناپېژانده وسله‌والو په کندهار کې يو سوداګر او په بادغيس کې دوه کسان وژلي او بل ټپي کړی، په میدان وردګو کې د هاوان مرمۍ چاودنې له امله درېيو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او يو بل ټپي شوی، لوګر کې د پخواني ماين چاودنه کې يو کس وژل شوی او نورستان کې د یوې مرمۍ چاودنې درې ماشومان ټپیان کړي دي.

دغه راز د راپورونو له مخې، په ميدان وردګو کې د ځمکې پر سر شخړې له امله يو کس وژل شوی، ننګرهار کې هم په ورته پېښه کې يو سپين‌ږیری وژل شوی، نورستان کې د دوو کورنيو ترمنځ شخړه کې څلور کسان ټپيان شوي او ننګرهار کې يوه کس خپل ورور او وراره وژلي، خپله مور او بل ورور يې ټپيان کړي دي.

د کورنيو چارو وزارت ويلي، د نیمروز په مربوطاتو کې ایراني سرحدي ځواکونو د افغانستان پر لور ډزې کړې چې له متقابل غبرګون سره مخ شوي او په نښته کې له دواړو خواوو یو یو کس وژل شوي او ګڼ ټپیان دي.

یادونه: د مرګ‌ژوبلې یادې شمېرې پژواک ته د رسېدلو راپورونو له مخې ښودل شوې، خو کېدای شي د ځینو پېښو په اړه یې راپورونه نه وي ترلاسه کړي او یا سرچینو د مرګ‌ژوبلې کره شمېره نه وي ښودلې.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، وړمه اونۍ د هېواد په کچه په بېلابېلو پېښو کې ۱۹ کسان وژل شوي وو او څلور نور ټپيان وو.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د تېر کال زمري میاشتې له بدلون مخکې، په جګړو کې هره اونۍ سلګونو ملکي وګړو او د ښکېلو غاړو ګڼو کسانو ته مرګ‌‌ژوبله اوښته.

د ټولګډون حکومت پر جوړېدو ټینګار

تېره ورځ په قرغزستان کې د منځنۍ اسیا او اروپایي ټولنې سرمشریزې د افغانستان پرمختګ، امنیت، سولې او ثبات ته ژمنتیا څرګنده کړې او په دغه هېواد کې یې د ټولګډون حکومت پر جوړېدو او د ښځو حقونو پر خوندیتوب ټینګار کړی دی.

 د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په دې اړه پژواک ته وویل چې سرپرست حکومت کې ټول قومونه شامل دي. دی وايي: «هغه مسایل چې د افغانستان کورني مسایل دي، هغه باید افغانانو ته پرېښودل شي او پر هغو برخو باندې کار کوو چې دوی پرې تشویش ښکاره کړی.» هغه زیاته کړه چې د ښځو حقونو او زده‌کړو په اړه هم ګامونه اخیستل کېږي.

د چارواکو لیدنې کتنې

د افغانستان بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي اميرخان متقي د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې روزا اوتونبايوا سره د افغانستان او نړۍوالې ټولنې ترمنځ پر تعامل، د افغانستان او سيمې پر روان وضعيت او د راتلونکي لپاره د ښکېلتيا پر لارنقشې خبرې وکړې.

دغه راز، په افغانستان کې د پاکستان شارژدافیر عبیدالرحمن نظاماني د ریاست‌الوزراء له کفیل او سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په لیدنه کې ویلي چې د دواړو لورو سوداګریزې راکړې ورکړې پراختیا ته زمینه برابره شوې او دوی په دې برخه کې خپلې همکارۍ نه سپموي.

نظاماني ويلي، پاکستاني چارواکو تل له اسلامي امارت سره پر تعامل، د افغانانو د کنګل شوې شتمنۍ ازادېدو او د بشري مرستو ډېرېدو په اړه له نړۍ سره خپل مثبت نظر شریک کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې روېټرز اژانس د یوې سرچینې له قوله ویلي، د قطر لومړي وزیر چې شل ورځې مخکې (د غويي ۲۱مه) یې کندهار ته سفر درلود، د اسلامي امارت له مشر سره خبرې کړې خو سرپرست حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد هغه مهال ویلي وو چې د قطر لومړي وزیر په کندهار کې له رییس‌الوزرا ملا محمدحسن اخند سره په لیدنه کې «د پوهنې، روغتیا او اقتصادي برخو کې د همکاریو» په اړه خبرې اترې کړې دي.

خو رویټرز په یوه راپور کې لیکلي چې د قطر لومړي وزیر محمد بن عبدالرحمن ال‌ثانی په یاد سفر کې د اسلامي امارت له مشر مولوي هبت‌الله اخندزاده سره هم لیدلي او دواړو لورو د نجونو زده‌کړو او په نادولتي موسسو کې د ښځو د کار بندیز   او له نړۍوالې انزاو د افغانستان د وتلو په اړه خبرې کړې دي.

د هلمند اوبه او د ایران حقابه

د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي وړمه اونۍ د افغانستان سرپرست حکومت ته په ګواښنه لهجه خبرداری ورکړ چې د هلمند اوبو کې یې حق ورکړي، ګنې بیا به د ګیلې حق نه لري.

خو د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد یې په ځواب کې وویل: «ایراني چارواکي د هلمند اوبو په اړه باید لومړی خپل معلومات له قانوني لارو تکمیل کړي، وروسته بیا په مناسبو الفاظو خپله غوښتنه مطرح کړي، دا چې واقعیت سم نه وي مطالعه شوی او داسې څرګندونې مخې ته راځي چې د دوو وروڼو او مسلمانو هېوادونو د خلکو او هېوادونو ترمنځ سیاسي فضا خرابولی شي، دا د هیڅ جهت په ګټه نه دي او باید تکرار نه شي.»

د افغانستان حکومت له ایران سره د هلمند اوبو په اړه د ۱۳۵۱ کال تړون پر پلي کېدو ټینګار کړی.

د افغانستان بهرنیو چارو سرپرست وزير مولوي اميرخان متقي تېره اونۍ په کابل کې د ایران له سفیر حسن کاظمي قمي سره په لیدنه کې د دغه هېواد حق‌ابې په اړه ویلي چې د دواړو لورو ترمنځ مسایل د دوه‌ اړخیزو خبرو او تفاهم له لارې ښه حل کېدای شي.

د ایران د سپاه‌ پاسداران هوایي ځواک قوماندان امیر علي حاجي‌زاده تېره اونۍ وویل، «دُښمنان» هڅه کوي چې د افغانستان او ایران ترمنځ وروستۍ نښته پر جګړې بدله کړي، خو داسې به هيڅکله ونه شي او دغه ډول مسایل باید ستر ونه ښودل شي.

د ایران بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان ویلي، د افغانستان له سرپرست حکومت سره د هلمند اوبو په اړه خبرې بریالۍ روانې دي او تمه ده چې ښې پایلې به ولري.

دا په داسې حال کې دي چې یو شمېر افغانان د هلمند اوبو کې د ایران حقابې په اړه د اسلامي امارت له دریځه ننګه کوي، ځیني د اوبو په بدل کې له ایرانه تېل غواړي او ځیني بیا وایي چې اوبه یې د هېواد د دنګو غرونو اوښکې دي او باید لومړی خپلې ځمکې خړوبې کړي.

د افغانستان اقتصادي وضعیت

 نړۍوال بانک په خپل وروستي راپور کې ویلي چې د خوراکي او نفتي توکو بیې ټیټې شوې، د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو ارزښت ثابت پاتې شوی، د صادراتو ترڅنګ د وارداتو او ملي عوایدو کچه هم ډېره شوې، د دولتي کارکوونکو معاشونه پر وخت ورکړل شوي، په هېواد کې دننه د خوراکي توکو تولید لوړ شوی او له بانکونو د پیسو په ایستلو کې اسانتیاوې رامنځته شوې دي.

اسلامي امارت د نړۍوال بانک د وروستي راپور هرکلی کړی او له نړۍوال بانک یې غوښتي چې په افغانستان کې د خپلو نیمګړو پروژو چارې پيل او بشپړې کړي.

د مرستو دوام

اسلامي پراختیايي بانک له افغانستان سره د اته عشاریه یو میلیون ډالرو په ارزښت د مرستې تړونونه لاسلیک کړل او د خوړو نړۍوال سازمان د روان کال په اپرېل میاشت کې څه باندې ۳۰ زره ټنه خوراکي توکي افغانستان ته وارد کړي دي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د افغانانو، په ځانګړي ډول د بې‌ځایه شوو او بېرته راستنېدونکو ملاتړ ته دوام ورکوي.

Visits: 152

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.