ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سرپل پښګران: وارداتي توکو مو د تولیداتو بازار کمرنګه کړی

د سرپل پښګران: وارداتي توکو مو د تولیداتو بازار کمرنګه کړی

author avatar
3 Jun 2023 - 17:17
د سرپل پښګران: وارداتي توکو مو د تولیداتو بازار کمرنګه کړی
author avatar
3 Jun 2023 - 17:17

سرپل‌ (پژواک، ۱۳ غبرګولی ۱۴۰۲): سرپل کې یو شمېر پښګران وایي چې د خامو توکو او د ډبرو سکرو بیو لوړوالي له امله نه شي کولای له بهرنیو توکو سره رقابت وکړي، له حکومت او خلکو غواړي څو د دوی د تولیداتو ملاتړ وکړي.

سرپل ښار کې یو پښګر حاجي دین‌محمد پژواک خبري اژانس ته وویل: «بېل، کلنګ، تېشه، تبر، لور او د کرنې او ساختماني چارو نور د اړتیا وړ وسایل زموږ په تولیداتو کې شامل دي چې د هر کال په تېرېدو د بې کیفیته او ارزانه بهرنیو توکو په واردولو سره، زموږ د تولیداتو بازار کمرنګه شوی دی.»

هغه زیاته کړه، د تولیداتو د بازار کمرنګه کېدو یو بل لامل د خامو توکو او ډبرو سکرو لوړې بیې دي.

د سرپل یوه بل پښ حیدر وویل: «کوم وسایل چې موږ یې په ښه کیفیت تولیدوو، د هغو بې‌کیفیته له بهره را واردیږي، خلک هم بهرني توکي د ټیټو بیو او ښایست له امله ډېر پېري، له حکومته غواړو چې له کورنیو تولیداتو ملاتړ وکړي څو وده وکړي.»

هغه زیاته کړه: «کوم جنس چې موږ ته په ۳۰۰ افغانۍ تمامیږي، خو هغه جنس په  ټیټ کیفیت سره په ۱۵۰ افغانیو واردیږي او زموږ د تولیداتو باز له ستونزو سره مخ کوي.»

یو بل پښ دین‌محمد وایي، د هر کال په تېرېدو سره پښګران یا اهنګران خپل تولید کموي یا یې نه کوي، د خپل کسب پر ځای دوکاندارۍ ته مخه کوي؛ ځکه له وارداتي توکو سره د رقابت توان نه لري.

خو د سرپل د صنعت او سوداګرۍ امر سید عبالقادر ایوبي په دې اړه وایي، پښګرانو د خپلو تولیدي توکو د بازار کمرنګه کېدو شکایت دوی ته رسولی او ستونزې یې د صنعت او سوداګرۍ له وزارت سره شریکې شوې څو یوه سمه د حل لار ورته ولټول شي.

هغه زیاته کړه چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت هم پر یوه پلان کار کوي چې له مخې یې کوم توکي چې په هېواد کې تولیدیږي، د صنعتګرانو د ملاتړ لپاره پر ورته بهرنیو توکو به ډېر مالیات وضع کړي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.