مالیې وزارت پر ۱۱ قلمه وارداتي توکو ګمرکي تعرفه لوړه کړه
د مالیې وزارت وایي چې د اش، مکروني، د کچالو چپسو، تعمیراتي رنګ، د نیمه پروسس شوو بوتلونو، د کاغذي دستمال، کارتن، د اوبو کولر، خاورین لوښو، د درملو خام موادو او التونسا پر وارداتو یې ګمرکي تعرفه لوړه کړې ده.








