کابل (پژواک، ۱۵ غبرګولی ۱۴۰۲): د افغاني سرې میاشتې عمومي ریاست سریلانکا ته د دغې ادارې د سرپرست مولوي مطیعالحق خالص د سفر خبر ورکړی دی.
د افغاني سرې میاشتې عمومي ریاست نن (دوشنبه) په یوه ټويټ کې لیکلي چې نوموړی به په سریلانکا کې د ملي ټولنو سرمشریزې په څو ورځنۍ ناسته کې ګډون وکړي او له ګډونوالو سره به په افغانستان کې بشري ستونزې او اړتیاوې شریکې کړي.
سرچینې زیاته کړې، همداراز په یاده غونډه کې به د بشردوستانه مرستو او اړتیاوو برخه کې د سیمې هېوادونو د لازم لاسنیوي او همغږۍ اړوند خبرې اترې وشي، څو د اړتیا پر مهال له اړو خلکو سره بشردوستانه مرستې وشي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP