ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هرات والي: رسنۍ باید واقعیتونه بیان کړي

د هرات والي: رسنۍ باید واقعیتونه بیان کړي

author avatar
6 Jun 2023 - 14:52
د هرات والي: رسنۍ باید واقعیتونه بیان کړي
آرشیف
author avatar
6 Jun 2023 - 14:52

هرات (پژواک، ۱۶ غبرګولی ۱۴۰۲): د هرات والي له رسنیو څخه پر ملاتړ ټينګار کړی او وایي، رسنۍ د دولت او ملت ترمنځ نښلونکی پل دی او باید واقعیتونه بیان کړي.

په هغه اعلامیه کې چې له رسنیو د ملاتړ په تړاو د هرات سیمه‌ییزې ادارې له خوا خپره شوې، د دغه ولایت د والي مولانا نوراحمد اسلام‌جار له قوله راغلي: «رسنۍ د دولت او ملت سترګې او ژبې دي او د اسلامي شریعت په چوکاټ کې له رسنیو ملاتړ کوو.»

نوموړي رسنۍ د دولت او ملت ترمنځ ارتباطي پل بللی او د رسنیو له مسوولینو یې غوښتي چې حقایق او واقعیتونه منعکس او بیان کړي.

په هرات کې یوه خبریال ناصر یارمل د یادې اعلامیې په اړه پژواک ته وویل، له رسنیو څخه د حکومت ملاتړ به د رسنیو او د مطبوعاتو کورنۍ د ودې لامل شي.

یارمل د یاد ولایت له سیمه‌ییزې ادارې غواړي چې د اطلاع‌رسونې په برخه کې دې له خبریالانو سره نږدې همکاري ولري، څو له یوې خوا ملت ته پر وخت اطلاع ورسول شي او له بلې خوا به د حکومت فعالیتونه او لاسته‌راوړنې هم په ډاګه شي.

د یادونې ده، تېره ورځ د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولانا نعیم‌الحق هم له رسنیو او خبریالانو د ملاتړ غونډه کې د رسنیو کارکوونکي د نرم جنګ افسران وبلل او له مطبوعاتو او رسنیزو ټولنو یې خپل ملاتړ اعلان کړ.

Views: 43

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.