کابل (پژواک، ۱۷ غبرګولی ۱۴۰۲): د افغانستان د خصوصي ښوونځیو ټولنې مسوولینو د حکومت د هغې پرېکړې چې څلور سلنه مالیه يې کمه کړې، هرکلی وکړ؛ خو له حکومته یې وغوښتل چې دغه مالیه دې په دایمي توګه معاف کړي.
هغوی دغه څرګندونې نن (چهارشنبه) په کابل کې په یوې غونډه کې وکړې.
د افغانستان د خصوصي ښوونځیو ټولنې عمومي رییس محمدعظیم میدانوال وویل، کله چې په ۱۳۹۹ کال کې د کرونا ویروس خپور شو، خصوصي سکټور په ځانګړي ډول د خصوصي ښوونځیو سکټور وځپل شو.
هغه زیاته کړه، تېر حکومت له دوی سره د مالیاتو معافیت، ښوونکو ته د تنخواګانو ورکړې، د ښوونځیو ودانیو د کرایې ورکولو او داسې نورې ژمنې کړې وې خو عملي نه شوې.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP