منځپانګې ته تلل
شنبه ۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۳۳ غ.و
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د خصوصي ښوونځیو ټولنې په دایمي توګه د ماليې د معافیت غوښتنه وکړه

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۸۷ کتنې · تازه شوی

کابل (پژواک، ۱۷ غبرګولی ۱۴۰۲): د افغانستان د خصوصي ښوونځیو ټولنې مسوولینو د حکومت د هغې پرېکړې چې څلور سلنه مالیه يې کمه کړې، هرکلی وکړ؛ خو له حکومته یې وغوښتل چې دغه مالیه دې په دایمي توګه معاف کړي.

هغوی دغه څرګندونې نن (چهارشنبه) په کابل کې په یوې غونډه کې وکړې.

د افغانستان د خصوصي ښوونځیو ټولنې عمومي رییس محمدعظیم میدان‌وال وویل، کله چې په ۱۳۹۹ کال کې د کرونا ویروس خپور شو، خصوصي سکټور په ځانګړي ډول د خصوصي ښوونځیو سکټور وځپل شو.

هغه زیاته کړه، تېر حکومت له دوی سره د مالیاتو معافیت، ښوونکو ته د تنخواګانو ورکړې، د ښوونځیو ودانیو د کرایې ورکولو او داسې نورې ژمنې کړې وې خو عملي نه شوې.

هغه وویل، په هېواد کې له سیاسي بدلون وروسته د خصوصي ښوونځیو ټولنې مسوولینو د اسلامي امارت له چارواکو سره ناستې وکړې او خپلې ستونزې يې ورسره شریکې کړې.

د نوموړي په خبره، په تېرو شلو کلونو کې داسې څوک نه وو چې د ښوونې سکټور لاسنیوی وکړي، خو د اسلامي امارت په راتګ سره د يوه کال لپاره څلور سلنه مالیه معاف شوه او دوی د دغې پرېکړې هرکلی کوي.

په غونډه کې د افغانستان د خصوصي ښوونځیو ټولنې مرستیال غلام حیدر جعفري وویل، اوسمهال په خصوصي ښوونځیو کې یو میلیون او ۵۰۰ زره زده‌کوونکي پر زده‌کړو او له ۲۰۰ زرو څخه ډېر کسان په اداري او تدریسي برخو کې بوخت دي.

نوموړي له اسلامي امارت څخه وغوښتل چې څلور سلنه انتفاعي مالیه دې دوی ته په دایمې توګه معاف شي او هم دې د فعالیت جوازونه په اسانۍ ورکړل شي.

د کابل ښار د خصوصي ښوونځيو ټولنې رییس اسلام‌الدین یارمل وویل چې د خصوصي ښوونځیو د پیاوړتیا په موخه دغه جوازونه دایمي شي.

هغه پر نړۍوالو موسسو غږ وکړ چې له اسلامي امارت سره یو ځای کار وکړي څو خصوصي ښوونځي پر خپلو پښو ودرېږي.

نوموړي د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د ازادېدو غوښتنه وکړه څو د هېواد اقتصاد پر خپلو پښو ودرېږي او خصوصي سکټور ورسره ژوندی شي.

د کابل ښار د خصوصي ښوونځیو ټولنې د تعلیمي برخې رییس نصیراحمد ایوبي وویل، د کابل ښاروالۍ دې هم د لوحو مالیه معاف کړي او همدارنګه له پوهنې وزارت څخه یې وغوښتل چې له خصوصي ښوونځیو څخه د ملاتړ په موخه دې د یوه کنفرانس له لارې اعلان وکړي چې د خصوصي او دولتي ښوونځیو فارغانو ترمنځ هېڅ توپیر نشته.

د افغانستان د خصوصي ښوونځیو د مسوولینو د معلوماتو له مخې، دا مهال د ټول هېواد په کچه ۵۱۰۰ خصوصي ښوونځي شته چې له ډلې یې ۳۷۰۰ فعال او پاتې نور یې تړلي دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه