ایبک (پژواک، ۱۷ غبرګولی ۱۴۰۲): په سمنګان کې د چرګانو فارملرونکو ټولنه په دغه ولایت کې د چرګانو فارمونو د تولیداتو له ډېرېدو خبر ورکوي او وایي، هره ورځ ۲۵ ټنه د چرګ غوښه ګاونډیو ولایتونو ته صادرېږي.
په سمنګان ولایت کې د چرګانو فارملرونکو ټولنې رییس، خانزاده کریمي وايي چې په دې وروستیو کې د دغه ولایت د چرګانو فارمونو په تولیداتو کې ډېروالی راغلی او هره ورځ له ۲۵ ټنه ډېر د چرګ غوښه څنګلورو ولایتونو ته صادرېږي.
نوموړي د چرګ غوښې د صادراتو د ډېرېدو لاملونه د چرګانو فارمونو جوړېدل او په دې برخه کې پانګونه یاد کړل او زیاته یې کړه چې په یاد ولایت کې په دغه سکټور کې له دوه میلیون ډالر ډېره پانګونه شوې ده.
کریمي زیاته کړه، د تېر حکومت پر مهال یاد ولایت کې د چرګانو له سلو ډېر فارمونو فعالیت درلود چې په هېواد کې له سیاسي بدلون سره ځیني فارمونه د بهرنیو اسعارو لوړېدو او له هېواده د پانګې ایستلو له امله تړل شوي وو، خو په دې وروستیو کې یو شمېر فارمونو بېرته خپل فعالیت پیل کړی دی.
د هغه په وینا، اوسمهال په سمنګان کې د چرګانو فعالو فارمونو شمېر ۵۶ ته رسېږي.
د چرګانو فارملرونکو ټولنې رییس همداراز وویل، دغې ټولنې له فارملرونکو سره د چرګانو د واکسین او درملنې په برخه کې همکاري کړې او له دې وروسته به هم د دوی ستونزو ته رسېدنه وکړي.
دغهراز د سمنګان ولایت یو فارملرونکی عبدالحکیم -چې له پنځو کلونو راهیسې په دې برخه کې کار کوي- د خپل کاروبار له وضعیت څخه خوښي څرګنده کړه او له مسوولینو یې وغوښتل چې د دې برخې له پانګهوالو سره همکاري وکړي.
نوموړی چې د درې زره چرګوړو یو فارم مدیریت کوي، هیلهمن دی چې کاروبار یې لا وده وکړي او د تولیداتو کچه یې لوړه شي.
هغه له مسوولینو وغوښتل چې له بهرنيو هېوادونو څخه د چرګانو د وارداتو مخه ونیسي؛ ځکه د هغه په وینا، تر هغه چې دغه ډول چرګان له ګاونډیو هېوادونو څخه واردېږي، د دوی فارمونه به وده ونه کړي.
د چرګ غوښې پلورونکي نقیبالله پژواک ته وویل، د بازارونو وضعیت ښه دی، خو د چرګ غوښې بیه د پخوا په پرتله لوړه شوې او هغه یې لامل په ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه پاکستان پورې د غوښې د بازار تړاو یادوي.
نوموړی وایي: «په هغه صورت کې چې زموږ هېواد پر ځان بسیا وي او موږ له ګاونډیو هېوادونو څخه د چرګوړو او دانې واردولو ته اړ ونه اوسو، بیې به په هیڅ ډول لوړې نه شي، خو دا چې هېواد مو په دغه برخه کې پر ځان بسیا نه دی، اوسنۍ ستونزې به پر خپل ځای پاتې وي. »
د سمنګان د کرنې ریاست د مالدارۍ او حیواني روغتیا امر ډاکټر کرامالدین د فارملرونکو د خبرو پر تایید سربېره د معیاري فارمونو جوړولو، په دې برخه کې د پانګهوالو هڅونې، د فارملرونکو ظرفیت لوړولو، تخنیکي لارښوونو، د واکسین برابرولو، تغذیې او حفظ الصحې برخو کې د دغه امریت د چمتووالي یادونه وکړه.
د یادونې ده، تر دې وړاندې د سمنګان د چرګ غوښې د خرڅلاو مارکېټ له څنګلورو ولایتونو او ګاونډیو هېوادونو څخه تامینیده، خو د چرګانو فارمونو په جوړېدو سره نه یوازې دا چې د غوښې مارکېټ اړتیاوې له ولایت څخه دننه پوره کېږي بلکې په دې برخه کې صادرات هم ډېر شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP