Language

امریکا او متحده عربي امارات پر افغانستان خبرې کړې

اټلانټا (پژواک، ۱۹ غبرګولی ۱۴۰۲): افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام ویسټ د متحده عربي اماراتو د ولسمشر له سلاکار سره د افغانستان په اړه خبرې کړې دي.

ویسټ تېره شپه ناوخته په یوه ټویټ کې لیکلي، په دوبۍ کې یې د اماراتو د ولسمشر له سلاکار انور قرقاش سره په لیدنه کې په افغانستان کې د ګډو ګټو په اړه خبرې وکړې.

هغه زیاته کړې، د افغان ښځو او نجونو حقونو ته په خپلو تعاملاتو کې د لومړیتوب ورکولو لپاره د متحده عربي اماراتو د اصولي مشرتابه ستاینه کوي.

ویسټ د افغانانو ملاتړ لپاره د متحده عربي اماراتو او متحده ایالتونو د همکارۍ د دوام هیله څرګنده کړې ده.

د یادونې ده، نوموړي تر دې مخکې په لندن کې د بریتانیا له چارواکو سره هم د افغانستان په اړه خبرې کړې وې.