Language

د قزاقي اوړو بیه لوړه خو د تېلو ټیټه شوې ده
آرشیف

کابل (پژواک، ۲۰ غبرګولی ۱۴۰۲): د تېرو ۷ ورځو مخکې په پرتله نن په کابل ښار کې د قزاقي اوړو بیه لوړه شوې خو د نفتي توکو او عربي سرو زرو بیې لوېدلې دي.

د تېرې شنبې په پرتله دا شنبه د امریکايي ډالر پر وړاندې د افغانیو ارزښت ۱،۶ سلنه لوړ شوی دی.

د کابل ښار په شهزاده سرای کې د «صداقت» صرافۍ مالک حاجي‌ حسین پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن د یو امریکايي ډالر پېر بیه ۸۵.۶۰ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۸۰ افغانیو بدلېږي.

دا په داسې حال ‌کې ده چې د غبرګولي په ۱۳مه د یو امریکايي ډالر د پېر بیه ۸۷ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۸۰ افغانۍ تبادله کېدې.

login or register a new account.

Related Topics