منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۱۶ غ.و
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د قزاقي اوړو بیه لوړه خو د تېلو ټیټه شوې ده

· ۴ دقیقې لوستل · ۲۷۴ کتنې
آرشیف

کابل (پژواک، ۲۰ غبرګولی ۱۴۰۲): د تېرو ۷ ورځو مخکې په پرتله نن په کابل ښار کې د قزاقي اوړو بیه لوړه شوې خو د نفتي توکو او عربي سرو زرو بیې لوېدلې دي.

د تېرې شنبې په پرتله دا شنبه د امریکايي ډالر پر وړاندې د افغانیو ارزښت ۱،۶ سلنه لوړ شوی دی.

د کابل ښار په شهزاده سرای کې د «صداقت» صرافۍ مالک حاجي‌ حسین پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن د یو امریکايي ډالر پېر بیه ۸۵.۶۰ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۸۰ افغانیو بدلېږي.

دا په داسې حال ‌کې ده چې د غبرګولي په ۱۳مه د یو امریکايي ډالر د پېر بیه ۸۷ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۸۰ افغانۍ تبادله کېدې.

حاجي حسین د امریکايي ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت لوړېدو په تړاو وویل، هر کال د اختر، په ځانګړې توګه د لوی اختر په رانږدې کېدو سره چې خلک د حج مراسمو کې د ګډون لپاره سعودي عربستان ته ځي او یو شمېر هېوادوال د اختر چمتووالي لپاره ډالر پر افغانیو بدلوي، له امله یې ډالر په بازار کې زیات او ارزښت یې ټیټېږي.

د هغه په وینا،‎ مالیې وزارت په ‌دې وروستیو کې د مامورینو او ښوونکو معاشونو ورکړې له‌امله په بازار کې ډالر پلورلي او افغانۍ یې پرې اخیستې دي چې د افغانۍ ارزښت لوړېدو کې اغېز لري.

په ورته مهال، د کابل ښار د شهزاده سرای صرافانو ټولنې مرستیال حاجي محمدطاهر قیومي وویل چې د لوی اختر په رارسېدو سره افغانیو ته تقاضا ډېره شوې او د ډالر پر وړاندې یې ارزښت لوړ شوی دی.

نوموړی وايي، هر کال د اخترونو او ورته نورو ورځو په رارسېدو سره په بهر کې ډېری مېشت هېودوال خپلو کورنیو ته ډالر رالېږي چې دغه کار هم د افغانیو ارزښت لوړېدو کې اغېز لري.

د نفتي توکو بیې څه‌باندې دوه سلنه ټيټې شوې دي

د «احمدیار ګروپ» تېلو پمپ یوه کارکوونکي وویل چې د تېرې شنبې په‌ پرتله نن د یو لېتر پټرولو بیه له ۶۵ څخه ۶۴ افغانیو او د یو لېتر ډېزلو بیه له ۶۳ څخه ۶۲ افغانیو ته ټيټه شوې ده.

د کابل ښار کلوله‌پشته کې یوه ګازپلورونکي محمدشریف وویل، د تېرو ۷ ورځو په نسبت نن د یو کیلوګرام اوبلن ګاز بیه له ۵۸ څخه ۵۶ افغانیو ته رالوېدلې ده.

دغه سرچینې وايي چې په نړۍوالو بازارونو کې د نفتي توکو بیو له لوېدو سره په کابل ښار کې هم د هغو بیې ټیټې شوې دي.

په خوراکي توکو کې د قزاقي اوړو بیه لوړه شوې ده.

په کابل ښار کې د خوراکي توکو سوداګرو اتحادیې رییس زمري صافي وویل، د تېرو اوو ورځو په پرتله نن په عمده ډول د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو د پېر بیه له ۱۵۵۰ څخه ۱۶۵۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.

د هغه په خبره، د وارداتو کمېدل او اوړو ته د تقاضا ډېرېدو له امله د کابل ښار په بازارونو کې هم د قزاقي اوړو بیه لوړه شوې ده.

خو نوموړي وویل چې نن هم لکه د تېرې شنبې په څېر په عمده ډول د ۲۴،۵ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستاني وریجو بیه ۳۰۰۰ افغانۍ، د ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړیو بیه ۱۷۰۰ افغانۍ او د ۴۹ کیلوګرامه هندي بورې بیه په ۳۶۰۰ افغانۍ ده. دغه راز یو کیلوګرام افریقایي تور چاری په ۴۰۰ افغانۍ او یو کیلوګرام شین اندونیزیایی چای په ۳۵۰ افغانیو پلورل‌کېږي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد