[restrict paid=”true”]
اټلانټا (پژواک، ۲۰ غبرګولی ۱۴۰۲): د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه تازه راپور کې ادعا کړې ده چې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو فعالیت ډېر شوی، القاعدې بیا سر راپورته کړی او د داعش بریدونه هم زیات شوي، خو سرپرست حکومت تل دا ډول ادعاوې رد کړې دي.
د امریکا غږ د راپور له مخې، دا څرګندونې په هغه راپور کې شوې چې د امنیت شورا بندیزونو کمېټې د تحلیل او څارنې ډلې له خوا د غبرګولي په ۲۰مه خپور شوی دی.
په راپور کې ویل شوي، په کابل کې د سرپرست حکومت د مېشتو مشرانو ترمنځ د پالیسو بدلون په برخه کې هیڅ کومه نښه نه لیدل کېږي او په لنډه موده کې د بدلون لپاره کومه هیله هم نشته.
سرچینې زیاته کړې: «په افغانستان کې طالبان د خپل مشر ملا هبتالله اخندزاده تر مشرۍ لاندې په واک کې د حاکمې ډلې په توګه د ۹۰یمې لسیزې په څېر د پښتنو پر محوریت استبدادي پالیسو ته ستانه شوي دي.»
راپور وايي، د اسلامي امارت رهبرۍ ترمنځ څه اختلافات راڅرګند شوي خو د طالبانو د مشر واک مخ په زیاتېدو دی او کېدای شي د طالبانو مشرتابه ترمنځ یووالی به د یو یا دوو نورو کلنو لپاره دوام ومومي.
د امنیت شورا د تحلیل او بندیزونو کمېټې په دغه راپور کې راغلي، داسې نښې نشته چې د طالبانو نور مشران دې پر ملا هبتالله اخندزاده باندې د پالیسو په بدلولو کې کوم خاص اغېز ولري.
په دغه راپور کې زیاته شوې چې په سرپرست حکومت کې پنځه غیرپښتانه وزیران کار کوي او د ۳۴ ولایتونو په والیانو کې ۲۵ یې پښتانه دي چې دا د طالبانو د ۹۰یمې لسیزې سیاست ته ورته والی لري.
د امنیت شورا په یاد راپور کې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعالیت ډېرېدو یادونه شوې او ویل شوي چې دا ډلې اوس د پخوا په پرتله له ډېرې ازادۍ برخمنې دي او په افغانستان او سیمه کې د ترهګرۍ ګواښونه مخ په زیاتېدو دي.
په راپور کې ویل شوي، طالبانو د امریکا له متحده ایالتونو سره په دوحه کې شوی تړون نه دی عملي کړی.
راپور کاږي، د القاعده ډله په افغانستان کې بېرته د سر پورته کولو په حال کې ده او د تحریک طالبان پاکستان ډلې پاکستان کې بریدونه زیات کړي دي.
د دغه راپور له مخې، داعش ډلې هم په افغانستان کې خپل بریدونه د پخوا پرتله لا سخت کړي دي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د بندیزونو کمېټې د تحلیل او څارنې ډلې په دغه راپور کې ویلي، تر اوسه د طالبانو د مشر له خوا د کوکنارو پر کرلو د بندیز په اړه څه ویل له وخت مخکې دي، خو زیاته کړې یې ده، یو شی څرګند دی چې د اپینو بیې لوړې شوې دي.
خو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د یوناما دفتر مشرې نن له مولوي عبدالکبیر سره په لیدنه کې منلې چې په افغانستان کې د کوکنارو کښت کم شوی دی.
په دغه راپور کې په افغانستان کې د بهرنیو جنګیالیو شتون د سیمې او ګاونډیو هېوادونو لپاره ګواښ ګڼل شوی دی.
په دغه راپور کې ویل شوي، په ۲۰۲۲ کال کې د طالبانو ۴۱ چارواکي د ملګرو ملتونو امنیت شورا بندیزونو په لېست کې وو خو سږ کال دغه شمېر ۵۸ ته لوړ شوی دی.
طالبانو تر اوسه د ملګرو ملتونو امنیت شورا د بندیزونو کمېټې د تحلیل او څارنې ډلې له خوا دغه ترتیب شوي راپور ته غبرګون نه دی ښودلی.
خو له دې مخکې سرپرست حکومت په افغانستان کې د بهرنیو جنګیالیو د شتون او د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو په خلاف کارېدو په اړه راپورونه په کلکه رد کړي وو.
دا په داسې حال کې ده چې دوه اونۍ مخکې د طالبانو د رییسالوزرا سیاسي مرستیال او کفیل مولوي عبدالکیبر په کابل کې یوې غونډې ته وویل: «که دنیا موږ ته مشکلات نه جوړوي، موږ دنیا ته مشکل نه جوړوو. موږ لکه څنګه چې د دوحې په تړون کې نړۍ ته وعده ورکړې چې د افغانستان خاوره به د چا په خلاف نه استعمالېږي، په خپله دې وعده باندې ولاړ یو؛ هیڅوک دا نه شي ثابتولی چې د امارت په اجازه باندې دې یو څوک یا پاکستان ته تللی وي، عملیات یې کړي وي یا چین ته یا تاجکستان ته یا ازبکستان ته.»
هغه زیاته کړې، د حکومت پالیسي یې دا ده چې په ځینو سرحدي سیمو کې د هغو هېوادونو اتباع چې حکومتونه یې له خپلو خلکو سره ستونزې لري، هغوی له دغسې سیمو څخه شا ته کړي څو سرحدونه کنټرول شي او د افغانستان له اړخه کوم هېواد ته زیان ونه رسېږي.
[/restrict]
Views: 132
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن