ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بدخشان کې د ترافیکي پېښې له امله درې کسان مړه شوي

بدخشان کې د ترافیکي پېښې له امله درې کسان مړه شوي

author avatar
10 Jun 2023 - 17:43
بدخشان کې د ترافیکي پېښې له امله درې کسان مړه شوي
author avatar
10 Jun 2023 - 17:43

فیض‌اباد (پژواک، ۲۰ غبرګولی ۱۴۰۲): بدخشان کې ځايي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په کوف‌اب ولسوالۍ کې د ترافیکې پېښې له امله درې کسان مړه شوي دي.

د بدخشان امنیې قوماندانۍ ویاند احسان‌الله کامګار پژواک خبري اژانس ته وویل چې دا پېښه نن له غرمې مخکې د دغه ولایت د کوف‌‌اب ولسوالۍ د نشر کلي ساحه کې شوې ده.

هغه زیاته کړه، یو ډا‌ډسن ډوله موټر د یادې ولسوالۍ په نشر کلي کې له سړکه وتلی او چپه شوی چې پایله کې یې درې کسان مړه شوي دي.

د هغه په وینا، مړه شوي یو د جوزجان او بل د کابل ولایتونو اوسېدونکي دي.

هغه زیاتوي، د یادو کسانو جسدونه د ځایي خلکو په همکارۍ د یادې ولسوالۍ امنیې قوماندانۍ منسوبینو له لوري د دې ولسوالۍ روغتیایي کلینیک ته لېږدول شوي دي.

خو هغه د یادې پېښې د لامل په اړه څه ونه ویل.

د یادونې ده، د تېرې اونۍ په وروستیو کې په سرپل او زابل ولایتونو کې په دوو ترافیکي پېښو کې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

Views: 16

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.