Language

بدخشان کې د ترافیکي پېښې له امله درې کسان مړه شوي

فیض‌اباد (پژواک، ۲۰ غبرګولی ۱۴۰۲): بدخشان کې ځايي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په کوف‌اب ولسوالۍ کې د ترافیکې پېښې له امله درې کسان مړه شوي دي.

د بدخشان امنیې قوماندانۍ ویاند احسان‌الله کامګار پژواک خبري اژانس ته وویل چې دا پېښه نن له غرمې مخکې د دغه ولایت د کوف‌‌اب ولسوالۍ د نشر کلي ساحه کې شوې ده.

هغه زیاته کړه، یو ډا‌ډسن ډوله موټر د یادې ولسوالۍ په نشر کلي کې له سړکه وتلی او چپه شوی چې پایله کې یې درې کسان مړه شوي دي.

د هغه په وینا، مړه شوي یو د جوزجان او بل د کابل ولایتونو اوسېدونکي دي.

login or register a new account.