Pajhwok Afghan News

د ډاکټرانو یوه ډله د سترګو وړیا درملنې لپاره بادغیس ته تللې ده

قلعه‌نو (پژواک، ۲۱ غبرګولی ۱۴۰۲): د ډاکټرانو یوه ډله د ۱۵ ورځو لپاره د سترګو وړیا درملنې په موخه بادغیس ولایت ته سفر کړی او د دغه ولایت یو شمېر اوسېدونکو یې هرکلی کړی دی.

په دې ډله کې یو ډاکټر محمديوسف عثماني پژواک خبري اژانس ته وويل، د سترګو ډاکټرانو شپږکسیز ټیم تېره ورځ بادغیس ته تللی او ټاکل شوې چې د ۱۵ ورځو لپاره به د قلعه‌نو ښار په ولایتي روغتون کې د سترګو ناروغانو ته وړیا خدمات وړاندې کړي.

هغه وایي: «موږ د ترکیې هېواد او عامې روغتیا وزارت په همغږۍ راغلي یو او د ورځې شاوخوا دوه سوه ناروغان معاینه کوو چې نږدې ۲۵ کسان به د سترګو عملیات ته اړتیا ولري.»

نوموړی زیاتوي، ښايي له شپږو میاشتو تر یو کال وروسته بیا هم د اړتیا له مخې بادغیس ولایت ته سفر وکړي او داسې خدمات وړاندې کړي.

ښاریان د یادو ډاکترانو له ورتلو خوښ دي.

یوه مراجعه کوونکې پروانه وايي، د یادو ډکټرانو له ورتګه خوشحاله ده، هغه د ستاینې وړ بولي او وايي، اوس مهال د بادغیس په ولایتي روغتون د سترګو ډاکټر نشته.

هغې چې خپله سپين‌سرې مور د درمنلې لپاره راوستلې وه وویل، بادغیس ته د یادو ډاکټرانو سفر لامل شوی څو هغه کسان چې نورو ولایتونو ته د تلو وس نه لري، درملنه یې وشي او روغ شي.

په ورته وخت کې یو بل ناروغ غلام رسول هم د ډاکټرانو د یادې ډلې هرکلی کوي.

هغه وویل: «دوه کاله کېږي چې سترګې مې ضعیفه شوې، پيسې هم نه لرم چې نورو ولایتونو ته ولاړ شم، اوس چې دا ډاکتران بادغیس ته راغلي او زما د سترګو عملیات کوي، ډېر خوشحاله یم چې بېرته ښه کېږم.»

دواړه یاد ناروغان هیله څرګندوي چې د بادغیس په ولایتي روغتون کې د سترګو څانګه فعاله شي.

Views: 65

Exit mobile version