Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

باميان کې ٢١ کسان د نشه‌يي توکو د قاچاق، پېر او پلور په تور نيول شوي

بامیان (پژواک، ۲۲ غبرګولی ۱۴۰۲): د بامیان سیمه‌ییز مسوولین وایي، په تېرو دوو میاشتو کې په دغه ولایت کې لږ تر لږه ۲۱ کسان د نشه‌یي توکو د قاچاق، پېر او پلور په تور نیول شوي او زرګونه کیلوګرام نشه‌یي توکي کشف او له منځه وړل شوي دي.

د بامیان د امنیې قوماندانۍ ویاند محمدخواني رسا پژواک خبري اژانس ته وویل، په تېرو دوو مياشتو کې د يادو کسانو د نيولو او د نشه‌يي توکو د کشف او ضبط په موخه د امنيتي ځواکونو له خوا ٣٣ کشفي عمليات ترسره شوي دي.

نوموړی د یادو عملیاتو موخه په بامیان کې د نشه‌یي توکو د قاچاق او پراخېدو مخنیوی بولي او وايي، په دغه عملیاتو کې د ۲۱ کسانو پر نیول کېدو سربېره، ۲۶ ټن اومان، ۱۵۸۹ کیلوګرام الکولي توکي او یوه اندازه کراک، شیشه، چرس او تریاک هم کشف او له منځه وړل شوي دي.

د باميان د امنيې قوماندانۍ وياند وویل، د نيول شوو کسانو دوسيې تر څېړنو وروسته محکمې ته سپارل شوې دي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.