منځپانګې ته تلل
شنبه ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۲۹ غ.و
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

باميان کې ٢١ کسان د نشه‌يي توکو د قاچاق، پېر او پلور په تور نيول شوي

· ۲ دقیقې لوستل · ۳۳۱ کتنې

بامیان (پژواک، ۲۲ غبرګولی ۱۴۰۲): د بامیان سیمه‌ییز مسوولین وایي، په تېرو دوو میاشتو کې په دغه ولایت کې لږ تر لږه ۲۱ کسان د نشه‌یي توکو د قاچاق، پېر او پلور په تور نیول شوي او زرګونه کیلوګرام نشه‌یي توکي کشف او له منځه وړل شوي دي.

د بامیان د امنیې قوماندانۍ ویاند محمدخواني رسا پژواک خبري اژانس ته وویل، په تېرو دوو مياشتو کې د يادو کسانو د نيولو او د نشه‌يي توکو د کشف او ضبط په موخه د امنيتي ځواکونو له خوا ٣٣ کشفي عمليات ترسره شوي دي.

نوموړی د یادو عملیاتو موخه په بامیان کې د نشه‌یي توکو د قاچاق او پراخېدو مخنیوی بولي او وايي، په دغه عملیاتو کې د ۲۱ کسانو پر نیول کېدو سربېره، ۲۶ ټن اومان، ۱۵۸۹ کیلوګرام الکولي توکي او یوه اندازه کراک، شیشه، چرس او تریاک هم کشف او له منځه وړل شوي دي.

د باميان د امنيې قوماندانۍ وياند وویل، د نيول شوو کسانو دوسيې تر څېړنو وروسته محکمې ته سپارل شوې دي.

هغه زیاته کړه: «لومړنۍ څېړنې ښيي چې ځینو نیول شوو کسانو په ډله‌ییز او سازماني ډول د نشه‌یي توکو د تولید په برخه کې فعالیت درلود.»

رسا همداراز وویل، د باميان امنيه قومانداني په دغه ولايت کې د نشه‌يي توکو د توليد او قاچاق مخنيوي لپاره منظم پلانونه لري.

نوموړي زیاته کړه، په تېرو دوو میاشتو کې ۸۱ روږدي تر درملنې لاندې نیول شوي او ځیني یې روغ شوي دي.

د هغه په ​​وينا، د نشه‌يي توکو د زيانونو او ناوړه پايلو په اړه د جوماتونو د امامانو او د ښوونځيو د ښوونکو له لارې د خلکو د پوهاوي کمپاينونه هم پيل شوي، څو د دې پديدې د خپرېدو مخه ونيول شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه