[restrict paid=”true”]
اټلانټا (پژواک، ۲۲ غبرګولی ۱۴۰۲): د امر بالمعروف او نهي عنالمنکر وزارت د کابل ښار هوټلونو مسوولینو ته سپارښتنه کړې چې د ودونو او نورو خوښیو په مراسمو کې د موسیقي له غږولو ډډه وکړي.
د یاد وزارت له خوا د غبرګولي په ۲۲مه په یوه ټویټ کې لیکلي چې د پلازمېنې کابل ښار د شهري ریاست محتسبینو د ودونو هوټلونو له مسوولینو سره غونډه وکړه.
سرچینې زیاته کړې، محتسبینو د هوټلونو له مسوولینو غوښتي چې د ودونو او نورو خوښيو په مراسمو کې د موسیقي له غږولو ډډه وکړي.
دغه وزارت ویلي، په دې غونډه کې ټینګار وشو چې د ودونو او نورو خوښیو مراسمو پر مهال دې د موسیقي او نورو هغو شیانو له غږولو چې له اسلامي او شرعي احکامو سره په ټکر کې دي، ډډه وکړي.
سرچینې زیاته کړې، په دې غونډه کې امر بالمعروف وزارت د هوټلونو له مسوولينو وغوښتل چې د دغه وزارت له مقرراتو سره سم عمل وکړي او پنځه وخته لمونځ په جماعت ادا کړي.
[/restrict]
Views: 102
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن