ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اروزګان کې یو ۲۲ کلن ځوان له اووه کلنۍ په روغتون کې بستر دی

اروزګان کې یو ۲۲ کلن ځوان له اووه کلنۍ په روغتون کې بستر دی

author avatar
12 Jun 2023 - 11:37
اروزګان کې یو ۲۲ کلن ځوان له اووه کلنۍ په روغتون کې بستر دی
author avatar
12 Jun 2023 - 11:37

ترینکوټ (پژواک، ۲۲ غبرګولی ۱۴۰۲): د اروزګان په ولایتي روغتون کې د شکرې ناروغۍ له امله له ۱۵ کلونو راهیسې بستر ۲۲ کلن ځوان عزت‌الله وايي، د کورنۍ بېلتون او خپل تیاره راتلونکي ته ځورېږي.

عزت‌الله په ونه ټيټ ځوان دی چې شاوخوا ۱۵ کاله وړاندې پر شکرې ناروغۍ اخته شوی او کورنۍ يې له روغتونه د لرې‌والي او اقتصادي ستونزو له امله یوازې پرېښی دی.

نوموړی د عبدالله زوی او د اروزګان ولایت د خاص اروزګان ولسوالۍ د سرشخلیانو اصلي اوسېدونکی دی چې د لوړ شکر له امله يې د یوه لاس دوې ګوتې هم پرې شوې دي.

که څه هم د روغتون ډاکټران او د سیمې یو شمېر خلک د عزت‌الله د کورنۍ خراب اقتصادي وضعیت ته په پام سره د هغه د ژوند او درملنې لګښت پرې کوي، خو دی د خپلې کورنۍ په ځانګړې توګه د مور او پلار د بېلتون او خپل راتلونکي په اړه شکایت کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.