ترینکوټ (پژواک، ۲۲ غبرګولی ۱۴۰۲): د اروزګان په ولایتي روغتون کې د شکرې ناروغۍ له امله له ۱۵ کلونو راهیسې بستر ۲۲ کلن ځوان عزتالله وايي، د کورنۍ بېلتون او خپل تیاره راتلونکي ته ځورېږي.
عزتالله په ونه ټيټ ځوان دی چې شاوخوا ۱۵ کاله وړاندې پر شکرې ناروغۍ اخته شوی او کورنۍ يې له روغتونه د لرېوالي او اقتصادي ستونزو له امله یوازې پرېښی دی.
نوموړی د عبدالله زوی او د اروزګان ولایت د خاص اروزګان ولسوالۍ د سرشخلیانو اصلي اوسېدونکی دی چې د لوړ شکر له امله يې د یوه لاس دوې ګوتې هم پرې شوې دي.
که څه هم د روغتون ډاکټران او د سیمې یو شمېر خلک د عزتالله د کورنۍ خراب اقتصادي وضعیت ته په پام سره د هغه د ژوند او درملنې لګښت پرې کوي، خو دی د خپلې کورنۍ په ځانګړې توګه د مور او پلار د بېلتون او خپل راتلونکي په اړه شکایت کوي.
هغه وايي، په کلي کې يې د شکرې ناروغۍ د درملنې او کنټرول مناسب روغتون نشته، ډاکټرانو ورته ویلي چې که کور ته لاړ شي نو ښايي ناروغي یې ژوند واخلي.
نوموړي وویل: «ناروغۍ نه یوازې د مور او پلار له سیوري بېبرخې کړی یم، بلکې د زدهکړو او پرمختګ هیلې یې هم را مړاوې کړې دي.»
د عزتالله په وینا، په تېرو ۱۵ کلونو کې یوازې دوه ځلې کور ته تللی او هر ځل يې څلور شپې له خپلې کورنۍ سره تېرې کړې دي.
هغه وايي، په روغتون کې یې د بستر کېدو په لومړیو وختونو کې د وېرې او یوازېتوب احساس کاوه، خو په وینا يې، اوس ورسره عادت شوی او روغتون د خپل کور په څېر ورته ګران دی.
نوموړي وویل: «تر اوسه دوه ځله عملیات شوی یم او د دواړو لاسونو یوه یوه ګوته مې هم پرې شوې دي.»
هغه زیاته کړه، د کورنۍ اقتصادي وضعیت يې ښه نه دی او په وینا يې چې د درملنې لګښت يې د ترینکوټ ولایتي روغتون د ډاکټرانو له خوا ورکول کېږي.
عزتالله وايي، دی د پلار مشر زوی دی، دوه وروڼه او دوې خویندې هم لري چې ټول يې روغ دي.
د اروزګان ولایتي روغتون سرطبیب ډاکټر عبدالغفار وطنوال پژواک ته وویل، عزتالله په ارثي ډول د شکرې ناروغي لري او له ۱۵ کلونو راهیسې په دغه روغتون کې بستر دی.
هغه زیاته کړه چې د عزتالله د کورنۍ اقتصادي وضعیت ښه نه دی، نو ځکه د یاد روغتون شاوخوا سل کارکوونکي له خپلې میاشتنۍ تنخوا څخه د هغه لګښت پوره کوي.
د طب برخې پوهان وايي، والدین باید خپلو ماشومانو ته له اندازې ډېر خواږه ور نهکړي، ځکه څېړنې ښيي چې ماشومان پر شکرې ناروغۍ د اخته کېدو له خطر سره مخ کېدای شي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










