کابل (پژواک، ۲۲ غبرګولی ۱۴۰۲): د افغاني سرې میاشتې ټولنې په کابل او کندهار کې د سترګو د ۸۰۰۰ ناروغانو د وړیا درملنې خبر ورکړی او وايي، د دغه بنسټ د سترګو متخصصین به سر له سبا د پنځو ورځو لپاره په کابل کې د دغه ډول ناروغانو درملنه وکړي.
د افغاني سرې میاشتې ټولنې په خپله ټوېټرپاڼه کې د یوې اطلاعیې په خپرولو سره لیکلي، دغه بنسټ د «ملک سلمان بنسټ» او «البصر خصوصي خیریه بنسټ» په مالي همکارۍ د سترګو ناروغانو وړیا درملنه کوي.
د سرچينې په حواله، یاد بنسټ به د سترګو څلور زره ناروغان په کابل او څلور زره نور په کندهار کې معاينه او درملنه وکړي چې له دې ډلې به ۴٠٠ هغه ناروغان چې جراحي ته اړتيا لري، عمليات کړي.
په اطلاعیه کې راغلي، د یاد بنسټ ډاکټران به سر له سبا د غبرګولي له ۲۳مې تر ۲۷مې نېټې د کابل ښار اړوند د تهیه مسکن په بادام باغ درېلارې کې واقع د افغاني سرې میاشتې مرکزي روغتون کې او د غبرګولي له ۳۱مې د چنګاښ تر ۴مې د کندهار ولایت په مهمند نړۍوال روغتون کې د ناروغانو معاینه او درملنه وکړي.
Views: 264
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن