ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

یوه افغان ډاکټر د اسټرالیا طبي شورا ازموینه کې دویم ځای خپل کړ

یوه افغان ډاکټر د اسټرالیا طبي شورا ازموینه کې دویم ځای خپل کړ

author avatar
12 Jun 2023 - 09:15
یوه افغان ډاکټر د اسټرالیا طبي شورا ازموینه کې دویم ځای خپل کړ
author avatar
12 Jun 2023 - 09:15

کابل (پژواک، ۲۲ غبرګولی ۱۴۰۲): د عبداللطیف ستانکزي په نوم یوه افغان ډاکټر د اسټرالیا طبي شورا ازموینه کې د دغه هېواد په کچه دوېم او د ملبورن ښار په کچه لومړی ځای ګټلی.

د جراحي څانګې متخصص ډاکټر عبداللطیف ستانکزي پژواک خبري اژانس ته وویل، ده د روان میلادي کال په اپرېل میاشت کې د اسټرالیا طبي شورا ازموینه «اې‌ام‌سي» کې ګډون وکړ.

اې‌اېم‌سي په دغه هېواد کې د ډاکټر په توګه منلو کېدو لپاره یوه ازموینه ده چې په کې له بریالیتوب وروسته هلته د ډاکټر په توګه د کار کولو اجازه ترلاسه کوي.

ستانکزی وايي، په دې ازموینه کې یې د اسټراليا په کچه دویم او د دغه هېواد د مېلبورن ښار په کچه لومړی مقام ترلاسه کړ او جایزه هم ورکړل شوه.

هغه زیاته کړه، په یاده ازموینه کې له بریالیتوب وروسته یې وکولی شو چې په اسټرالیا کې د کار اجازه هم ترلاسه کړي.

ستانکزی زیاتوي: «شپه او ورځ مې پر ځان يوه کړه او له مياشتو – مياشتو خواريو وروسته په دې تر ټولو پېچلې او مغلقې ازموينه کې بریالی شوم.»

ډاکټر عبداللطیف ستانکزي چې په ۱۹۸۲ کال کې د لوګر مرکز په نیازیو کلي زېږېدلی وايي، خپلې لومړنۍ، منځنۍ او ثانوي زده‌کړې یې په خپل کلي کې ترسره کړې او د  ۱۳۷۹ کال د کانکور ازموینه کې د کابل طبي پوهنتون معالجوي پوهنځي ته بریالی شو، خو په ورته وخت کې یې په کابل کې له ايمرجنسي روغتون سره کار کاوه.

هغه وویل چې په یاد روغتون کې یې د نرس، د جراح مرستیال او جراح په توګه کار کړی او د  کابل په استقلال روغتون کې یې د عمومي جراحۍ په څانګه کې تخصص کړی.

هغه زیاته کړه، ناروغ شو او د ۲۰۱۵ کال په اکټوبر کې اندونيزيا او له هغه ځایه اسټرالیا ته تللی دی.

یوه افغان ډاکټر انګلیستان کې د «اېم‌ارسي‌پي» ازموینه کې دویم ځای خپل کړ

د یادونې ده چې د روان کال غويي په ۳۰مه پژواک یو بل خبر هم خپور کړی و چې د عصمت‌الله څپاند په نوم یوه افغان ډاکټر د انګلیستان «اېم‌ار‌سي‌پي» ازموینه کې د نړۍ په کچه دویم مقام په ترلاسه کولو سره د سروزرو مډال ترلاسه کړی دی.

Views: 3474

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.