Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

لوګر کې د سکېټ ورزش رسمي څانګه پرانیستل شوه

پل علم (پژواک، ۲۲ غبرګولی ۱۴۰۲): د لوګر ولایت د ورزش امریت چارواکي وایي، د هېواد سکېټ ملي فدارسیون له لوري په مرکز پل علم کې د لومړي ځل لپاره د سکېټ ورزش رسمي څانګه پرانیستل شوه.

د لوګر ولایت د سپورت ادارې مطبوعاتي مسؤول مصطفی احمدي پژواک خبري اژانس ته وویل، د سکېټ ملي فدراسیون له لوري په پل علم کې د رسمي څانګې له پرانیستلو څخه موخه دې لوبې ته وده ورکول او د لوبغاړو روزل دي.

احمدي زیاته کړه، د یادې څانګې له لارې به په لوګر کې سکېټ لوبې ته ځوانان وهڅول شي او د هغوی د ظرفیت‌لوړونې او همغږۍ لپاره به بېلابېل پروګرامونه هم جوړ شي.

نوموړي زیاته کړه: «په لوګر کې د لومړي ځل لپاره د سکېټ ورزش څانګه پرانیستل شوه او په همدې ورځ د لوګر،کابل او خوست ولایتونو د سکېټ لسګونه لوبغاړو د دغه ولایت په ستډیوم او د ښار په یو شمېر مهمو سړکونو کې د سکېټ ورزش نمایشي سیالۍ هم ترسره کړې.»

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.