منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۰۲ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۵° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

لوګر کې د سکېټ ورزش رسمي څانګه پرانیستل شوه

· ۲ دقیقې لوستل · ۲۰۶ کتنې

پل علم (پژواک، ۲۲ غبرګولی ۱۴۰۲): د لوګر ولایت د ورزش امریت چارواکي وایي، د هېواد سکېټ ملي فدارسیون له لوري په مرکز پل علم کې د لومړي ځل لپاره د سکېټ ورزش رسمي څانګه پرانیستل شوه.

د لوګر ولایت د سپورت ادارې مطبوعاتي مسؤول مصطفی احمدي پژواک خبري اژانس ته وویل، د سکېټ ملي فدراسیون له لوري په پل علم کې د رسمي څانګې له پرانیستلو څخه موخه دې لوبې ته وده ورکول او د لوبغاړو روزل دي.

احمدي زیاته کړه، د یادې څانګې له لارې به په لوګر کې سکېټ لوبې ته ځوانان وهڅول شي او د هغوی د ظرفیت‌لوړونې او همغږۍ لپاره به بېلابېل پروګرامونه هم جوړ شي.

نوموړي زیاته کړه: «په لوګر کې د لومړي ځل لپاره د سکېټ ورزش څانګه پرانیستل شوه او په همدې ورځ د لوګر،کابل او خوست ولایتونو د سکېټ لسګونه لوبغاړو د دغه ولایت په ستډیوم او د ښار په یو شمېر مهمو سړکونو کې د سکېټ ورزش نمایشي سیالۍ هم ترسره کړې.»

د لوګر د سکېټ یوه لوبغاړي محمدهارون پژواک ته وویل، خوښ دی چې په دغه ولايت کې د دغې لوبې رسمي څانګه پرانیستل شوه.

نوموړی وایي، د لوګر ورزش ادارې ته پکار ده چې په دغه ولایت کې سکېټ لوبې ته تر بل هر وخت ډېر کار وکړي او د ولایت په کچه دې یوه رسمي لوبډله هم جوړه کړي.

سکېټ د افغانستان د ورزش برخه کې یوه مهمه او تاریخي لوبه ده چې د پلازمېنې کابل په ګډون، په ډېری ولایتونو کې سلګونه لوبغاړي او لسګونه لوبډلې لري.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول لوبې