Language

نورستان کې د ۳۵زره ډالرو په لګښت پنځه شنې‌خونې جوړې شوې

پارون (پژواک، ۲۲ غبرګولی ۱۴۰۲): د نورستان سیمه‌ییز مسوولین وایي، د دغه ولایت په مرکز او درېیو ولسوالیو کې د خوړو نړۍوال پروګرام له لوري پنځه‌شنې خونې جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د نورستان د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ ریيس مولوي سلمان آيمن وايي، يادې شنې‌خونې د خوړو نړۍوال پروګرام/WFP په مالي مرسته د «اين‌سي‌ار‌او» موسسې په همکارۍ جوړې شوې دي چې تازه سبزيجات به پکې تولیدېږي .

د هغه په وینا، دغه پنځه شنې‌خونې د نورستان په مرکز او کامدیش، وایګل او برګمټال ولسوالیو کې جوړې شوې چې د ځايي خلکو د اقتصاد پر پیاوړتیا به مثبت اغېز ولري.

د یاد رياست د کرنيز ترويج امر محمدحنيف افغان وايي، پر يادو شنو خونو نږدې ۳۵ زره امريکايي ډالر لګښت راغلى چې د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ رياست يې د څارنې مسوولیت لري.

login or register a new account.