منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۳ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۳۳ غ.م
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۷° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

نورستان کې د ۳۵زره ډالرو په لګښت پنځه شنې‌خونې جوړې شوې

· ۲ دقیقې لوستل · ۲۲۹ کتنې

پارون (پژواک، ۲۲ غبرګولی ۱۴۰۲): د نورستان سیمه‌ییز مسوولین وایي، د دغه ولایت په مرکز او درېیو ولسوالیو کې د خوړو نړۍوال پروګرام له لوري پنځه‌شنې خونې جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د نورستان د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ ریيس مولوي سلمان آيمن وايي، يادې شنې‌خونې د خوړو نړۍوال پروګرام/WFP په مالي مرسته د «اين‌سي‌ار‌او» موسسې په همکارۍ جوړې شوې دي چې تازه سبزيجات به پکې تولیدېږي .

د هغه په وینا، دغه پنځه شنې‌خونې د نورستان په مرکز او کامدیش، وایګل او برګمټال ولسوالیو کې جوړې شوې چې د ځايي خلکو د اقتصاد پر پیاوړتیا به مثبت اغېز ولري.

د یاد رياست د کرنيز ترويج امر محمدحنيف افغان وايي، پر يادو شنو خونو نږدې ۳۵ زره امريکايي ډالر لګښت راغلى چې د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ رياست يې د څارنې مسوولیت لري.

د سيمې يو اوسېدونکى سميع‌الرحمن د يادو شنو خونو پر جوړېدو خوښ دى او زياتوي چې له دې وړاندې به په ياد ولايت کې خلک د سبزيو له کمښت سره مخ کېدل او هم به يې وخت پر وخت بیې لوړېدې.

د هغه په خبره، يادې شنې‌خونې د ځايي خلکو پر اقتصاد هم مثبت اغېز کوي او کولی شي له نورو فصلونو ډېره ګټه ترې ترلاسه کړي.

په نورستان کې د دغې پروژې پلې‌کوونکې موسسې يو مسوول وايي، یادې شنې‌خونې یې پر نږدې ۲۰۵ متره مربع ځمکه جوړې کړې دي او له دې لارې له لږې ساحې ډېره ګټه ترلاسه کېږي.

هغه زیاتوي، د یادو شنو خونو په جوړېدو سره به اوس په نورستان کې ځیني هغه سبزیجات هم تولید شي چې له دې وړاندې دغه ولایت کې نه پیدا کېدل.

نورستان د هېواد په ختيځ کې غرنى ولايت دى چې کرنيزه ځمکه يې لږه ده او ډېره برخه يې غرونو نيولې ده. د دغه ولايت سوړ اقليم ته په کتو سبزيجات په سم ډول پکې نه تولیدېږي او له نورو ګاونډيو ولايتونو څخه راوړل کېږي چې هم يې کفيت خراب وي او هم یې بيې لوړې وي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کرنه