فیضاباد (پژواک، ۲۲ غبرګولی ۱۴۰۲): ځایي مسوولین وایي چې د بدخشان په شپږو ولسوالیو کې د سېلابونو راوتلو له امله درې کسان ټپیان شوي او د برېښنا د لسو کوچنیو بندونو د بشپړ او یو څه زیانمنېدو په ګډون ځایي خلکو ته درانه مالي زیانونه اوښتي دي.
د بدخشان له پېښو سره د مبارزې ریاست پېښو ته د رسېدو برخې امر محمد کامګار وایي چې په زیباک، اشکاشم، شغنان، نسي، شکي او کوفاب ولسوالیو کې د تېرې شپې له اورښت وروسته سخت سېلابونه راوتلي دي.
نوموړي زیاته کړه: «دغو سېلابونو خلکو ته مالي زیانونه اړولي، عامه تاسیسات لکه پلونه، پلچکونه، د برېښنا کوچني بندونه یې ویجاړ کړي او د سرحدي ولسوالیو لارې یې هم له امله تړل شوې دي.»
هغه وویل، د یادو سېلابونو له امله د نسي ولسوالۍ په میانه کلي کې د دوو منځني عمر لرونکو ښځو په ګډون درې کسان ټپیان شوي چې د یوه روغتیایي حالت نازک ښودل شوی او دغه راز په یادو شپږو ولسوالیو کې په بشپړ او جزيي توګه شل د استوګنې کورونه ویجاړ شوي، د خلکو په سلګونه جریب کرنیزې ځمکې ویجاړې شوې او نږدې ۴۰۰ څاروي تلف شوي دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP