منځپانګې ته تلل
جمعه ۱۳ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۱۴ غ.و
۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۳°
د هوا کیفیت: ښه
غړي

بدخشان کې سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي

· ۳ دقیقې لوستل · ۲۱۶ کتنې

فیض‌اباد (پژواک، ۲۲ غبرګولی ۱۴۰۲): ځایي مسوولین وایي چې د بدخشان په شپږو ولسوالیو کې د سېلابونو راوتلو له امله درې کسان ټپیان شوي او د برېښنا د لسو کوچنیو بندونو د بشپړ او یو څه زیانمنېدو په ګډون ځایي خلکو ته درانه مالي زیانونه اوښتي دي.

د بدخشان له پېښو سره د مبارزې ریاست پېښو ته د رسېدو برخې امر محمد کامګار وایي چې په زیباک، اشکاشم، شغنان، نسي، شکي او کوف‌اب ولسوالیو کې د تېرې شپې له اورښت وروسته سخت سېلابونه راوتلي دي.

نوموړي زیاته کړه: «دغو سېلابونو خلکو ته مالي زیانونه اړولي، عامه تاسیسات لکه پلونه، پلچکونه، د برېښنا کوچني بندونه یې ویجاړ کړي او د سرحدي ولسوالیو لارې یې هم له امله تړل شوې دي.»

هغه وویل، د یادو سېلابونو له امله د نسي ولسوالۍ په میانه کلي کې د دوو منځني عمر لرونکو ښځو په ګډون درې کسان ټپیان شوي چې د یوه روغتیایي حالت نازک ښودل شوی او دغه راز په یادو شپږو ولسوالیو کې په بشپړ او جزيي توګه شل د استوګنې کورونه ویجاړ شوي، د خلکو په سلګونه جریب کرنیزې ځمکې ویجاړې شوې او نږدې ۴۰۰ څاروي تلف شوي دي.

هغه زیاتوي، د مارخ عمومی پل چې شغنان او اشکاشم ولسوالۍ او د سرحدي ولسوالیو غځېدلې لارې له پلازمېنې سره نښلوي، هم ویجاړه شوی دی.

هغه وایي، ټاکل شوې د بدخشان له طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست نن ماسپیښین ۲ بجې له اړوندو ځایي ادارو او مرسته کوونکو بنسټونو سره د همغږۍ بېړنۍ ناسته وکړي، د وروستیو طبیعي پېښو ځپل شوو ته د رسېدنې په اړه تصمیم ونیسي، خو له دې مخکې د اوچا دفتر له لوري دوی ak او AKF  موسسې ګومارلې څو د وروستیو سېلابونو له امله د اوښتو زیانونو دقیق معلومات او شمېرې راټول کړي.

په ورته وخت کې، د بدخشان د کوف‌اب ولسوالۍ یو اوسېدونکی مولوي غلام‌الله وایي، د یادې ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې د سېلابونو راوتلو او د سختې ږلۍ اورېدو له امله خلک زیانمن شوي دي.

هغه زیاتوي، د تېرې شپې سېلابونو له امله د بدګک پل چې دوه میاشتې مخکې د ۱،۵ میلیون افغانیو په ارزښت جوړ شوی و، له څو نورو پلونو سره چې د کوف‌اب دوه استقامتونه یې سره نښلول، ویجاړ شوي او برېښنا له لسو ډېر کوچني بندونه په بشپړ او جزیي ډول ویجاړ شوي دي.

هغه وایي، یوازې په یلاق نوشار کې ۵۰۰ څاروي او ۳۱۰ اوزې او پسونه د کوف‌اب ولسوالۍ په یلاق فیو کې د سختې ږلۍ اورېدو له امله تلف او له منځه تللي او د یادې ولسوالۍ په کرنیو، باخیر، واشر، في، شپون، آبگرد، نشر او دراج سیمو کې د خلکو کرنیزې ځمکې او باغونه سېلابونو ویجاړ کړي دي.

هغه د وروستیو طبیعي پېښو له زیانمنو سره د بېړنۍ مرستې غوښتنه کوي او وایي چې د مرستو په ځنډېدو سره ښايي خلک ډېر زیانمن شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې