Language

هرات کې د نوو بانک‌نوټونو د وېش پیل؛ «خلک دې د پیسو ساتنې برخه کې همکاري وکړي»

هرات (پژواک، ۲۲ غبرګولی ۱۴۰۲): په داسې حال کې چې د زړو افغاني بانک‌نوټونو شتوالي د هرات په بازارونو کې د راکړې ورکړې بهیر له ستونزو سره مخ کړی و، په دې وروستيو کې سيمه‌ييزې ادارې په دغه ولايت کې د ١٠ او ٢٠ بانک‌نوټونه بدلولو لړۍ پیل کړې ده.

په هرات کې د زړو بانک‌نوټونو د تبادلې بهير پيلېدل د دغه ولايت د اوسېدونکو او صرافانو له خوا هرکلي سره مخ شوى او له ټولو خلکو غواړي چې د پيسو د ساتنې په برخه کې پوره هڅې وکړي.

د هرات يو اوسېدونکى سيف‌الله له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وايي، په دغه اقدام سره به تر ډېره بريده د دوى ستونزې هوارې شي؛ ځکه چې په بازار کې د زړو بانک‌نوټونو شتون د راکړې ورکړې په برخه کې جدي ستونزې رامنځته کړې وې او اوس له بازاره یې په راټولولو سره به د خلکو ستونزې تر يوه حده کمې شي.

هغه له حکومته غواړي چې د هېواد بازارونو ته د نورو بانک‌نوټونو واردولو برخه کې هم اقدام وکړي؛ ځکه د ۵۰ او ۱۰۰ افغاني بانک‌نوټونو وضعیت هم د اندېښنې وړ دی او په ډېرو مواردو کې د پېرېدونکي او پلورونکي ترمنځ ستونزې رامنځته کېږي.

login or register a new account.