کابل (پژواک، ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۲): د کانونو او پټرولیم وزارت د مس عینک کان د استخراج پروژې له قراردادي شرکته غوښتي چې هر څومره ژر باید د دې پروژې عملي چارې پیل کړي؛ خو د شرکت مرستیال ژمنه وکړه چې د کان له سیمې د لرغونو اثارو له لېږد وروسته د استخراج عملي کارونه پیلوي.
یاد وزارت نن (د غبرګولي ۲۳مه) پر ټویټر لیکلي چې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهابالدین دلاور پرون مازیګر په خپل دفتر کې د چینايي «امسيسي» شرکت له مرستیال «شیو» سره په لیدنه کې د پروژې د عملي چارو پر پیل، د پروژې د سړک جوړولو، د تاریخي اثارو لېږدولو، د ماشینرۍ پر لېږدولو، شته ستونزو او حللارو خبرې کړې دي.
سرچینې د دلاور له قوله لیکلي چې د کانونو وزارت خپل ټول مسوولیتونه له تړون سره سم ترسره کړي او قراردادي شرکت باید د دې پروژې د عملي چارو پیل نور ونه ځنډوي.
دلاور ویلي، د لوګر د مسعینک له سیمې د لرغونو اثارو لېږدولو لپاره د کانونو او پټرولیم، اطلاعاتو او کلتور وزارتونو او چینايي شرکت له استازو یوه کمېټه جوړه شوې چې مشري یې د کانونو وزارت تخنیکي مرستیال کوي.
په ورته مهال، د چینایي «امسيسي» شرکت مرستیال شیو وویل چې د مسعینک له سیمې د لرغونو اثارو له لېږد وروسته به د یادې پروژې عملي چارې پیل شي.
د یاد شرکت مرستیال ژمنه کړې چې د مس عینک په سیمه کې له درېسوه کورنیو سره مرسته کوي.
د مس عینک کان چې د لوګر ولایت په محمداغې ولسوالۍ کې دی، په افغانستان کې د مسو تر ټولو ستر او په نړۍ کې د مسو دویم لوی کان ګڼل کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د دغه کان قرارداد په ۲۰۰۸ زېږدیز کال کې د حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال د ۳۰ کلونو لپاره له د «امسيسي» په نوم له یوه چینایي شرکت سره لاسلیک شوی و.
Views: 56
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن