کابل (پژواک، ۲۴ غبرګولی ۱۴۰۲): د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وایي، له ایران سره د شوې هوکړې له مخې نن ۱۸۰ نور افغانان د دغه هېواد له زندانونو ازاد او اسلامي امارت ته وسپارل شول.
د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیااحمد تکل پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي: «د اسلامي امارت او ایران اسلامي جمهوریت ترمنځ د بندیانو د انتقال په لړ کې د شوې هوکړې له مخې، نن ١٨٠ تنه پر بند محکوم شوي افغان بندیان د هرات د اسلامکلا بندر له لارې د دواړو هېوادونو د لوړپوړو چارواکو په حضور کې اسلامي امارت ته وسپارل شول.»
تکل زیاتوي، تر دې مهاله د ایران له بېلابېلو زندانونو ١١٣١ افغانان ازاد او خپل هېواد ته را انتقال شوي دي.
تکل نه دي لیکلي چې دا مهال د ایران په زندانونو کې څومره افغانان بندیان دي.
Views: 76
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن