ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نایجیریا کې د کښتۍ ډوبېدو له امله لسګونه کسان مړه شوي

نایجیریا کې د کښتۍ ډوبېدو له امله لسګونه کسان مړه شوي

author avatar
14 Jun 2023 - 04:55
نایجیریا کې د کښتۍ ډوبېدو له امله لسګونه کسان مړه شوي
author avatar
14 Jun 2023 - 04:55

[restrict paid=”true”]

اټلانټا (پژواک، ۲۴ غبرګولی ۱۴۰۲): نایجیریا کې سیند کې د یوې کښتۍ ډوبېدو له امله چې د یوه واده ګډونوال یې لېږدول،  ۱۰۳ کسان مړه شوي دي.

د دغه هېواد رسنیو خبر ورکړی چې دا پېښه د سه شنبې په ورځ د دغه هېواد د مرکزي سیمو په کاوارا ایالت کې شوې ده.

د دغه ایالت د پولیسو مشر اوکسانمي اجیي فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي، تر اوسه د ۱۰۳ کسانو مړي موندل شوي او تر سلو ډېر ژوندي ژغورل شوي دي.

هغه زیاته کړه چې لا هم د ژغورنې او لټون عملیات روان دي او ښایي د مړه شوو شمیر لوړ شي.

تر اوسه نه ده معلومه چې په دې کښتۍ کې څومره کسان سپاره وو خو دا ډول پیښې په نایجیریا کې وخت ناوخت رامنځته کېږي.

تېره میاشت هم ۱۵ ماشومان هغه وخت ډوب شول او ۲۵ نور نادرکه شول چې د دغه هېواد په شمال‌لوېدیځ کې یوه کښتۍ چې له اندازې ډېر کسان پکې سپاره وو، په سمندر کې چپه شوه.

تېر کال د ډسمبر په میاشت کې هم د نایجریا د انامبرا په ایالت کې د یوې کښتۍ ډوبېدو په پېښه کې ۷۶ کسان په اوبو کې ډوب او مړه شول.

یادونه: په دې خبر کې د امریکا غږ له راپوره استفاده شوې ده.

[/restrict]

Views: 64

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.