کابل (پژواک، ۲۴ غبرګولي ۱۴۰۲): یوه سرچينه وایي چې د افغانستان په اړه د اوسلو غونډه کې د افغانستان د بهرنیو چارو، کورنیو چارو او ملي دفاع وزارتونو استازو برخه اخیستې ده.
د راپورونو له مخې، دغه غونډه تېره ورځ پیل شوې او سبا به هم دوام ولري.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت یوې سرچینې پژواک خبري اژانس ته وویل چې په دې غونډه کې د افغانستان بهرنیو چارو وزارت په استازیتوب عبدالقهار بلخي، د کورنیو چارو وزارت په استازیتوب شمسالدین منصور او د دفاع وزارت په استازیتوب روحالله عمر حضور لري.
د ناروې بهرنیو چارو وزیرې انېکن هویټفلډ هم ویلي چې په دې غونډه کې د افغانستان سرپرست حکومت پلاوي او ځينو مدني فعالان ګډون کړی دی.
هغې د دې غونډې د نورو ګډونوالو په اړه معلومات نه دي ورکړي او ویلي یې دي چې په دې ناسته کې د نړۍوالې ټولنې پر وړانډې د اسلامي امارت کړنې څېړل کیږي.
هغې ویلي چې دا غونډه د اوسلو او کابل دواړو په ګټه ده.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په دې غونډه کې په بهرنیو چارو کې د پاکستان د دولت وزیره حنا رباني کهر او د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی اصف عليخان درانی ګډون کوي.
په ۱۴۰۰ لمریز کال کې هم د افغانسان لپاره د ناروې درې ورځنۍ غونډه د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د سرپرست، د مدني ټولنې د استازو او د ناروې متحدینو په ګډون جوړه شوې وه.
Views: 398
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن