ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لاسونو له نعمته بې‌برخې ګلاب‌ګل: یوازې خپلې تڼۍ نه‌شم تړلی، نور ټول کارونه په پښو کوم

د لاسونو له نعمته بې‌برخې ګلاب‌ګل: یوازې خپلې تڼۍ نه‌شم تړلی، نور ټول کارونه په پښو کوم

author avatar
14 Jun 2023 - 15:58
د لاسونو له نعمته بې‌برخې ګلاب‌ګل: یوازې خپلې تڼۍ نه‌شم تړلی، نور ټول کارونه په پښو کوم
author avatar
14 Jun 2023 - 15:58

مهترلام (پژواک، ٢٤ غبرګولی ۱۴۰۲): لغمان کې یو ١٤ کلن ماشوم ګلاب‎ګل چې له موره معیوب زېږېدلی او لاسونه نه لري، د جامو تڼیو له تړلو پرته د ژوند نورې ټولې چارې د پښو په وسیله ترسره کوي.

له نن څخه شاوخوا ١٤ کاله مخکې د لغمان الينګار ولسوالۍ په کاهو سيمه کې يو ماشوم وزېږېد چې لاسونه يې نه درلودل.

دغه ماشوم ګلاب‌ګل نوميږي؛ دا مهال د لغمان د مرکز مهترلام د يوه خصوصي ښوونځي د اووم ټولګي زده‌کوونکى دى.

ګلاب‌ګل له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وويل، له ژونده ناهیلی نه دی او پر خپل اوسني حالت شکر باسي.

هغه زیاته کړه: «پلار مې په تېر جمهوریت کې شهید شوی، مور، درې خویندې او دوه وروڼه مې په کلي کې اوسېږي، زه مې له خپل تره سره په مرکز مهترلام کې اوسېږم.»

د نوموړي په خبره، د مهترلام ښار يوه خصوصي ښوونځي د اووم ټولګي زده‌‎کوونکى او په خپل ټولګي دويم نومره دى.

هغه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: «مور مې راباندې ډېره ګرانه ده؛ ځکه هر څوک د هر چا مور نه شي کېدای؛ زما مور زما لپاره ډېرې ستونزې ګاللې، لاسونه مې نه ول، په ماشومتوب کې د خوراک او څښاک راکولو سربېره یې په ډېره مینه پاللی یم.»

نوموړی وایي، غواړي په راتلونکي کې يو تکړه ساختماني انجینر شي څو خپلې ټولنې ته خدمت وکړي.

هغه زياته کړه: «ټولې اړتیاوې مې لکه خوراک، څښاک، اودس کول، جامې بدلول، وېښته ږمنځول او خط لیکل د پښو په وسيله کوم خو یوازې د جامو تڼۍ نه شم بندولی او نه یې خلاصولی شم.»

ګلاب‌ګل پر هغو ځوانانو چې زده‌کړې نه کوي، غږ وکړ: «زما زغم او حالت وګورئ چې له څومره ستونزو سره لاس او ګرېوان یم، په پښه لیکل کوم خو بیا هم خپل همت مې نه دی بایللی.»

دغه راز د ګلاب‌ګل تره سلیمان پژواک ته وویل، که څه هم د وراره یې لاسونه نشته خو استعداد او لیاقت ته یې له زړه خوښ دى.

دی وایي: «زه ټوله ورځ پردۍ مزدوري (څاه کني) کوم، په شاوخوا ۵۰ مترو ژورو کوهیانو کې کار کوم خو د خپلو اولادونو ترڅنګ د ګلاب‌ګل پاللو لپاره مې هرې ستونزې ته اوږه ورکړې.»

نوموړی وایي، په غربت کې ژوند کوي، کله کار وي او کله نه وي، خو له حکومته غواړي چې د ګلاب‎ګل د ښې راتلونکي لپاره له دوی سره مرسته وکړي.

بلخوا د اخلاص قانع خصوصي ښوونځي مدیر محمدنعمان بهیر پژواک ته وویل، ګلاب‌ګل له دوی سره له لومړي ټولګي تر اوسه شاګر دى؛ ځانګړی استعداد لري او په ټولو مضامينو کې پوهېږي.

هغه زیاتوي، دوی په لومړیو ټولګیو کې ګلاب‌ګل ته په شخصي ډول د پښې په وسیله د خط لیکولو طریقه ور زده کړه او اوس په اسانۍ کولای شي ليکنه وکړي.

بهیر زیاته کړه چې له ګلاب‌ګل سره به تر دوولسم ټولګي پورې د قرطاسیې، یونیفورم او کتابونو برخه کې پوره همکاري کوي.

بلخوا د یاد ښوونځي د انګلیسي مضمون استاد ظهورګل پژواک ته وویل، دوی له خپلو ټولو زده‌کوونکو، په ځانګړي ډول له ګلاب‌ګل سره څوچنده مرسته کوي څو په انکلیسي روانې خبرې وکړي.

که څه هم چې ګلاب‌ګل له موره معیوب پيدا شوى خو په افغانستان کې څلور لسيزې پرله‌پسې جګړو له سلګونو زرو ماشومانو، ځوانانو، سړو او ښځو د بدن غړي اخيستي او دا مهال په معلوليت کې ژوند کوي.

Views: 341

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.