ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوست صبریو یعقوبیو ولسوالۍ خلک وايي، د سیمې نږدې نیمايي ښوونځي یې ودانۍ نه لري

د خوست صبریو یعقوبیو ولسوالۍ خلک وايي، د سیمې نږدې نیمايي ښوونځي یې ودانۍ نه لري

author avatar
14 Jun 2023 - 15:07
د خوست صبریو یعقوبیو ولسوالۍ خلک وايي، د سیمې نږدې نیمايي ښوونځي یې ودانۍ نه لري
author avatar
14 Jun 2023 - 15:07

خوست ښار (پژواک، ۲۴ چنګاښ ۱۴۰۲): د خوست د صبريو يعقوبيو اوسېدونکي وايي چې د دې ولسوالۍ نږدې نیمايي ښوونځي ودانۍ نه لري او زده‌کوونکي یې له امله له ستونزو سره مخ دي.

هغوی دغه راز ادعا کوي چې په تېرو شلو کلونو کې د دې ولسوالۍ له اوسېدونکو سره توپيري چلند شوی او د بيارغونې نورو برخو ترڅنګ د پوهنې برخې ته هم اړينه پاملرنه نه ده شوې.

د صبریو یعقبیو د لېونخېلو ګاګر ابا لېسې مدير مسعودالرحمن ګاګرزی وايي، دغه ښوونځى ودانى نه لري او زده‌کوونکو ته په يوه کرايي کور کې د زده‌کړو زمينه برابره شوې ده.

هغه زیاتوي چې د کور کرايه هم د سيمې اوسېدونکو په همکارۍ ورکوي.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل، سره له دې چې کور یې هم کرایه کړی خو بیا هم سلګونه زده‌کوونکي سرپناه نه لري او په ازاده فضا کې زده‌کړې کوي.

هغه زياتوي: «زموږ پنځه صنفه په کوټو کې درس وايي، پاتې نور ټول په بيديا کې په ازاده فضا کې سبقونه وايي؛ بل دا ځای تنک دی، شاګرادان يو د بل غږ اوري چې درس ته مزاحمت کوي او سم درس نه شى ويلاى.»

هغه زياته کړه، د سيمې مشرانو په همکارۍ يې څو ځلې ياده ستونزه له مسوولو حکومتي چارواکو سره شريکه کړې خو تر اوسه نه ده حل شوې.

د لېونخېلو ګاګر ابا ښوونځي ځينو زده‎‏کوونکو هم پژواک سره خبرو کې له اړوندو مسوولینو غوښتنه وکړه چې ښوونځي ته یې ودانۍ جوړه کړي.

يوه زده‌کوونکي محمدعارف وويل: «زه د پنځم ټولګي زده‌کوونکی يم، موږ ښوونځي کې ډېرې ستونزې لرو، تعمير مو نشته، ټول شاکردان اوسني کور کې نه ځايېږو؛ زه غوښتنه کوم چې موږ ته دې تعمير جوړ شي، د معلمانو د کمبود ستونزه هم لرو.»

ورته مهال، د سيمې اوسېدونکي هم وايي چې په تېرو شلو کلونو کې صبريو يعقوبيو ولسوالۍ ته هيڅ پاملرنه نه ده شوې او له هر ډول پرمختيايي پروژو محروم ساتل شوي دي.

د دې ولسوالۍ يوه اوسېدونکي ډالي خان پژواک ته وويل، هر نظام چې راغلی له دوی سره يې د مور او ميرې چلند کړی دی.

نوموړي له اوسني سرپرست حکومته غوښتنه وکړه چې د صبريو يعقوبيو ولسوالۍ اوسېدونکو ستونزې درک کړي او د حل لپاره دې ورته کوټلي ګامونه واخلي.

هغه وايي: «نه اوبه شته، نه مکتب شته، نه کلينيک شته، موږ ته هیڅ نه دي رسېدلي، نه غريبانو ته څوک مرستې ورکوي؛ وروره موږ غريبان خلک يو، هیچا راته کار نه دى کړى.»

بل پلو د خوست پوهنې رياست مسوولين وايي، د صبريو يعقوبيو په ولسوالۍ کې ۱۵ ښوونځي ودانۍ نه لري.

د خوست د پوهنې رياست د نشراتو مدير سيد کبير سنګين پژواک ته وويل چې د يادو ښوونځيو د سرپناه ستونزه يې له اړوند وزارت او همکارو موسسو سره شريکه کړې او دوی هيله لري چې دغه ستونزه به حل شي.

هغه زياته کړه: «صبريو ولسوالۍ کې خو د اسلامي امارت په راتګ سره يوه ابتدايه ښوونځى جوړ شو، نور څه ډول چې د ښوونځيو د ايجاد لايحې اصول دي، د هغې مطابق به انشاالله د دې ولس دغه ستونزه په پام کې نيول کېږي او دوی ته به انشاالله د معارف سهولتونه او خدمات وړاندې کېږي.»

په همدې حال کې د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رييس شبيراحمد عثماني بيا پژواک اژانس ته وويل، اسلامي امارت ټولو هغه سيمو ته چې په تېر شل کلن نظام کې ورته کار نه دی شوی، پاملرنه زياته کړې ده.

نوموړي سپېره ولسوالۍ، د نادرشاه کوټ ولسوالۍ د ځني‌خېلو سيمه، عليشېرو ولسوالۍ، باک ولسوالۍ، موسی‎خېلو ولسوالۍ او د صبريو يعقوبيو ولسوالۍ د خوست هغه سيمې يادې کړې چې تېر نظام ورته خدمات نه دي وړاندې کړي او جنګونو ځپلي دي.

د يادونې ده، د خوست ترڅنګ په نورو ولايتونو کې سلګونه ښوونځي ودانۍ نه لري او زده‌کوونکي يې په ازاده فضا کې زده‌کړې کوي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.